کبيرخان: هندوستان به په ځان پوري اريان کړو
د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلي روزونکى کبيرخان وايي افغان لوبغاړي له هندوستان سره لوبي ته اماده دي، مورال يې قوي دئ او د هند د لوبغاړو له ټولو ځانګړتياوو څخه يې ځانونه خبر کړي دي.
کبير خان وايي دى خداى (ج) ته اميد لري چي له هندوستان څخه به لومړۍ لوبه وګټي.
کبيرخان په ويسټ انډيز کي خبريالانو ته وويل افغان لوبغاړي ماشاءالله ډېر تکړه دي او د لوبي په ډګر کي به هندي لوبغاړي په ځان پوري اريان کړي.
افغان روزونکى د هغي لوبي په هکله له خبريالانو سره ږغېدئ چي ټاکل سوې ده سبا د افغانستان پر وخت د ماښام پر شپږبجې په ويسټ انډيز کي له هندوستان سره ترسره سي.
سبانۍ لوبه د افغانانو دپاره ځکه ډېره مهمه ده چي په لومړي ځل يې ملي لوبډله د کرکيټ نړۍ والو شل آوريزه لوبو ته وتلې او د خپلو لوبغاړو لوبه به په لومړي ځل مخامخ پر نړۍ والو ټلوېزونونو ننداره کړي.
د لراوبر ويبپاڼي همکاران له لوى خداى (ج) څخه افغان لوبغاړو ته په سبانۍ لوبه کي د برياليتوب غوښتنه کوي. آمين