کور / تازه خبرونه / طالبان:تخاراوسمنګان ولاياتوکې موپوليسوته مرګ ژوبله اړولې

طالبان:تخاراوسمنګان ولاياتوکې موپوليسوته مرګ ژوبله اړولې

د وسلوالو طالبانو يوتن وياندوې ذبيح الله مجاهد لراو بر ته د ټيلفون پرکرښه وويل چی تيره شپه ناوخته د دوي ملګرو د تخار ولايت د درقد ولسوالې کغنې په سيمه کې د سرحدې پوليسو سره څوساعته وسلواله نښته کړيدي چې په پايله کې دهغه پروينا 4 سرحدې پوليس يي وژلې او دوه نوريي ټپيان کړيدې . همداراز نوموړې زياتوې چې د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالې د چل چپ سيمه کې په جلا پيښه کې چې تيره شپه قابودوه بجې په يوه امنيتې پوسته دبريد له امله رامځ ته شوه – په پايله کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نورټپيان دي .
خو دتخار او سمنګان ولايتونو چارواکو تر اوسه پورې په دي اړه رسنيوته خپل نظرندې څرګندکړي ښايي په دره صوف ولسوالې کې دغه لومړې پيښه وي چې رامنځ ته کيږي .