فرانسویانو ومنل چی څلور کوچنیان یې وژلي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 29th, 2010


الجزیره شبکه خبر ورکوی چی فرانسوي پوځ باالاخره اعتراف وکړ چی درې هفتې مخکی یې په کاپیسا ولایت کی څلور کوچنیان په راکټ ویشتلي او شهیدان کړي وو . د پوځ ویاند وویل چی نور نو دا کار نسی پټېدای ، او پر موږ طالبانو ډزي کړی وې نو ځکه موږ هم په راکټ سره ځواب ورکړ خو هغه په دغو ماشومانو کی لګېدلی و . دا موضوع هماغه مهال ځایی خلکو او طالبانو ویلې وه خو چا نه منل ، څو چی دا دﺉ نن فرانسوي پوځ رسمأ همدا اعتراف وکړ .

Copyright Larawbar 2007-2024