د ناټو ۲ نور عسکر ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 4th, 2010


د برتانیې د دفاع وزارت رسمأ خبر ورکړ چي په یکشنبه ( یعني د مې پر دوهمه ) یو برتانوی پوځي د هلمند په سنګین کښي د ماین چاودني ووژﺉ خو دا یې و نه ویل چي څو نور پوځیان زخمي او معیوب سوي دي . په دې سره د انګریزانو تلفات ۲۸۴ ته ورسېدل .


د ناټو يو بل عسکر نن د افغانستان په جنوب کي وژل سوی دی ، لراوبر ته دناټو لخوا په رارسيدلې خبرپاڼه کي ددې عسکر د وژلو دقيق ځای او هويت پټ ساتل سوی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024