د انتخاباتو د دارالانشا مشر وټاكل سو

56 | مې 4th, 2010


عبدالله احمدزي د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون د دارالانشا د مشر په توګه وټاكل سو.

د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون مشر فضل احمد معنوي د ښاغلي احمدزي د معرفي كولو پر وخت هيله څرګنده كړه چي، د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون د دارالانشا په پوره مرسته او همكارۍ سره به په ټول هيواد كي، پارلماني انتخابات په راڼه توګه ترسره سي.

عبدالله احمدزى تر دي مخكي د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون د دارالانشا په عملياتي برخو كي، د مرستيال په توګه او دغه راز په ملګروملتونو كي، دنده ترسره كړې.

Copyright Larawbar 2007-2024