ناټو : طالبان په کندهار کی ډیر پیاوړی دي

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 4th, 2010


فرانس پریس آژانس د ناټو د ملکی نماینده ( مارک سیډ ویل ) له خولې راپور ورکوی چی طالبان په کندهار کی یو ډیر غښتلی قوت دی . ده وویل چی « طالبان پیاوړی دي . . . د کندهار ( ښار ) څخه دباندی په ځینو ولسوالیو کی هغوی په رښتیا هم تسلط لری . » ده د راتلونکو پوځی عملیاتو په هکله وویل چی « دا به یو لړ هڅي وی نه یوازی پوځی عملیات ، بلکی داسی هڅی چی د ښار په ټولو سیمو او ورپورو ولسوالیو کی به تازه ځواکونه ډیر او امنیت به ټینګ کړو . »
خو سیاسی مبصرین وایی چی ناټو په دې توګه تدریجأ د کندهار خلکو ته چی اکثریت یې ورڅخه ناراضه دي ، ضمنی خبردارﺉ ورکوی چی تلفاتو ته چمتو سی .

Copyright Larawbar 2007-2024