کور / طنز / وکيلان

وکيلان

زمونږشعبه هغه ورځ دکیلانودکمپاین مرکز جوړه شوه.مامور صاحب عجب خان وویل :


مامور صاحبانو دادی بیا دوکیلانوورځی نږدی دی.هری لورته منډي ترړي تودي دی.


بیا دکاندیدانودلاپوشاپوورځی رارسیږی.دا به وکړو ،هغه به کوو.ومولیدل چی څه یی وکړل اوپه څه لګیا ؤ.ټوله ورځ به وکیلان په وزارتونواوښاروالي کی لالهانده ؤ.چاخپل کسان په ریاستونوکی مقررول،چا دبلند منزلونوعریضی ځغلولي.زمونږیوګاونډی بیا خپل ځان کاندید کړیدی ،کورپه کورګرځی اودرايي سوال کوی خوچی کله یی کاروشی نوبیا درته وایی ،ته خوماچیري لیدلی یی.زمونږدوکیل هغه خبره اوس هم په زړه دی چی ویل یی :که ماته چا رایه راکړه نوهرومروبه یی ددرملنی لپاره دباندي لیږم.پهخداې که مو یوه آسپرین بایر هم تري لیدلي وي.که په خپله یی په سردردشونوبیابه ډیلی ته روان ؤ.زوی یی لوی کی یووخت دلته ټول ناروغان کابل جان ته راتلل هغه دی قبرونه یی څرګنداومعلوم دی.


مامورصاحب ګل محمد خان دمامورصاحب عجب خان خبروکي ورزیاته کړه :یره زه خو نه چاته رایه ورکوم.په درد می ونه خوړل.تاسوپوهیږي چی،وکیلانودخپل وکیلتوب کی څومره بادام ،پسته ،چارمغزان او پولندي میټايي خوړلي دي؟پوره لس ټنه.


په پنځوکالوکی يي دوه ملیونه بوتله اوبه څښلی دي.لدی یی یونیم ملیون ،تش اوډک بوتلونه دیواوبل په سرګوذارنه کړیدی.ددی په ځای دخیرښيګیڼي خبري اتری وکړی ،هرځل به چی غونډه خلاصیده  دسوک اوڅپیړي په جګړه کی به دچا سترکی شني وی اودچا به پوزی ویني وي.څوځله ډاکتران په منډو دوکیلانوغونډوته ورغلی دي؟


څومره کنځاوي موواوریدلی؟کومه ورځ ټول غونډو ته راغلي دي؟څوځلي دباندی هیوادونوته په سفرونوولاړل؟ مه کوه پوښتنه زړه می لدي وکیلانو شین دی.پرما یی څه؟بیا به ملیونونوخرچه راځي.همدا وکیلان دی دهمیش دپاره وی .زیان یی په څه کي دي؟ دخبروتجربه یی کړیدی،همدا دی پاتي وی .نوی وکیلان به همدا شان وي. د خداې دپاره وکیل اوس نشته دی.


مامورصاحب ګلدوست ته وار ورسیدو.هغه وویل: یره ،دا وکیلانودومره سپیره دی چی تاته به یی سترګي خړي کړي وي لکه ترافیک .بس ستا په جیبونو کی به یی سترګي نیغي کړی وي.


څه ښه وختونه ؤ.کله به چی، د وکیلانو خبره راغله نو ،چا کله وکالت منلو.دګل احمد ماما خبره ،پرسان به ؤ.زمونږوکیل خوپه خداي که ما پدی ګناهکارو سترګو بیالیدلی وي.پخوا کله به چی، وکیلان جوړیدل نواتڼوڼه به ؤ،خیراتونه به ؤچی وکالت یی په يي خیر تیرشی.خدای شته ،څه نغده مغده به هم په کی وه. خوما ښه ملتاني اومشهدی پګړی خوښیده.دنغده مغده سره مي کار ندرلوده.څه وکیلان ؤ.خداې دی وبخښي زمونږوکیل صاحب هروخت به یی سپین پټکې په سراوښکلي پاکه ږیره یی له لیري ځلیده .به هروارچی رخصت شونو کلی ته به راغلواوخلک به يي پوښتل.څه حال مو دي؟خواوس په خداې که يي سېوري یی هم وویني له خپلو سېوری ویره لری.هروار به چی غونډه روانه وه نوما به ویل اوس بوتلونه آلوزی اواوس آلوزي. دثواب څخه یی عذاب ډېردی.دادومره پیسی چی پدوی لګول کیږی ولی پري فابریکه نه جوړول کیږی.په خداې کی لدی وړۍ شړۍ کړي .داګزاودامیدان.