دوه امریکایی پوځیان ووژل سول
د امریکا ( ډبلیو . ایم . ټی . ډبلیو ) خبری شبکې ولیکل چی پرون د افغانستان په وردک ولایت کی یو امریکایی عسکر د طالبانو لخوا په مخامخ جنګ کی ووژل سو .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، یو امریکایی پوځی یوه هفته مخکی طالبانو په افغانستان کی ویشتلی او وژلی و ، خو دا یی و نه ویل چی هغه د افغانستان په کوم ځای کی وویشتل سوی و، او خبر یې ولی یوه اوونۍ ورسته خپور سو .
دغو پیښو د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۰۶۱ ته ورسول .