ورځپاڼو ته کتنه
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې امريكا ته د افغان ولسمشر په سفر بحث كړې او پدې ترڅ كې د بريتانيى د ګارډين ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې كرزې له اوباما سره طالب مشرانو ته په دريم هيواد كې په پنا وركولو خبرې كوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم امريكا ته د ولسمشر كرزي په سفر تبصره كړې او د كابل او واشنګټن ترمنځ شتو ځينو ستونزو ته په اشارې ليكلي، تر هغو، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيكې د دواړو ولسونو په ګټو و نه څرخيږي دا اړيكې به تل د ستونزو ښكار وي.
په ورځپاڼه كې له ملابرادر نه، چې په پاكستان كې نيول شوي د روانو تحقيقاتو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او د نيويارك ټايمز ورځپاڼې په حواله يى ليكلي، چې دى په كيدونكو تحقيقاتو كې امريكا ته ګټور معلومات وركوي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ د هغږۍ په اړه د ولسمشر كرزي په مشرۍ شوې غونډې ته په اشارې ليكلي، چې دا همغږي نه يوازې د امنيت او ثبات په ټينګښت كې مرسته كوي، بكه د ترورزم پر ضد د نړيوالې مبارزې لپاره هم خورا ضرورې دې.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې له ملا برادر نه د روانو تحقيقاتو په اړه يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې نوموړي د طالبانو د كاري تګلارې په اړه امريكايانو ته مهم معلومات وركړي.
په ورځپاڼه كې د افغان امنيتي ځواكونو د روزنې لپاره روانو هڅو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې د ناټو غړو هيوادونو د روزونكو د استولو په برخه كې هڅوونكې ځواب وركړې دې.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حكومت په طرحې انتقاد كړې او ليكلي، چې كرزې د پخلاينې پر ځاى په جلاوطنۍ كار كوي.
ورځپاڼې ليكلي، چې افغان حكومت بايد له صحنې د افرادو د ويستلو او يا جلاوطنه كولو د نسبي او لنډ مهاله سولې پر ځاى د ستونزې په اساسي حل كار وكړي، چې د ورځپاڼې په وينا په سيمه كې د ترهګرۍ د سرچينو او انګيزو له منځه وړل دي.
ورځپاڼې د همدې مخ غټ سرليك په پاكستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو حملو ته ځانګړې شوې او ليكل شوي، چې امريكا اوس غواړي ددې حملو سيمه پراخه كړي.
په ورځپاڼه كې د پاكستان د مذهبي ډلو په فعاليت هم بحث شوې، چې د ورځپاڼې په وينا سيمه او نړۍ يى له ګواښ سره مخامخ كړې.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله د افغان امنيتي ځواكونو د روزلو په بهير تبصره كړې او هيواد ته يى د نورو روزونكو د استولو لپاره د ناټو وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې روزنه ددوى يوازنۍ اړتيا نده، بلكه ددوى د سمبالولو لپاره هم بايد كار وشي.
ورځپاڼې په دوام كې دا هم ليكلي، چې اوس مهال د افغان ځواكونو ټول لګښتونه د بهرنيو هيوادونو لخوا برابريږي او پكار ده، چې داسې لارې چارې ولټولې شي، چې افغانستان پخپله د خپلو ځواكونو بوج پورته كړاى شي.
ورځپاڼې خپل نننې كارټون په افغانستان د نشه يي توكو كار وبار ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې دا د سولې په وړاندې يو اساسي خنډ دې.
اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې په افغانستان كې د اوباما روانه ستراتيژۍ څيړلې او پدې ترڅ كې د امريكايي جنرالانو په حواله ليكلي، چې دا ستراتيژۍ ډيره سسته پر مخ روانه ده.
دې ورځپاڼې هم پخپل يو مطلب كې امريكا ته د ولسمشر كرزي په سفر بحث كړې او هغه يى د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيكو د پياوړې كولو لپاره مهم بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې د امريكا د سفير ايكن بيري په حواله ليكلي، چې په دغه سفر كې به امريكا يو ځلې بيا له افغانانو سره خپلې ژمنې تكرار كړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې وروستيو سيلابونو ته، چې د ورځپاڼې په وينا اته اتيا كسه يى وژلي ليكلي، چې ددې زيانونو لپاره څوك مسؤل دي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې بيا سيلاب ځپلو خلكو سره د مرستې په اهميت ټينګار كړې پدې برخه كې يى د لا زياتو هڅو غوښتنه كړې.
خو اصلاح هم د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ په همغږۍ ټينګار كړې او هغه يى د بري يوازنۍ لار بللې ده.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د سولې د روانو هڅو په وړاندې د ځينو لويديځو هيوادونو دريځ ته په پام سره دا پوښتنه كړې، چې سوله او جنګ د افغانستان او لويديځ د ګټو ترمنځ د يو كيدو نقطه ده او كه د تضاد؟
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په ايران كې د افغان بنديانو د اعدام په مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوې د افغان بنديانو د دوسيو د څيړلو لپاره تهران ته ځي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله د ولسي جرګې په راروانو انتخاباتو بحث كړې او پدې برخه كې ځينو شتو ستونزو ته په پام سره ليكلي، چې چارواكي بايد د ازاده او عادلانه انتخاباتو زمينه برابره كړي.