غزل
جان محمد مهربان
راشه جانان مې شه دا مات زړه مې کوشېر که ياره
دواړه لاسونه مې له غاړې نه چاپېر که ياره
ما ستا د مينې په نوم ډېرې شوګېرې کړي دي
د تورو تورو زلفو شپو کې مې راګېر که ياره
زما زړګى غمو خوړلى نور مې مه ځوروه
خوشالي راکړه، ټول غمونه رانه هېر که ياره
زما عادت دى زه له مينې سره مينه کوم
نفرت دې کم که محبت راباندې ډېر که ياره
اتل بې موره دى بې پلاره دى بې ياره هم دى
لکه يتيم دې لاس زما پرسر راتېر که ياره
مورې »