کور / شعر / مورې

مورې

مورې
لاس دې پــــــــــــــــورته کړه دوعا راکړه ای مورې
ژوند کی ستړی يمه ســــــــــــــــــاه راکړه ای مورې
د غمونه ستړی زړه مې ا رام غواړي
يتم مخ ته می خنـــــــــــــــــــــــــــــدا راکړه ای مورې

مورې

اې زما ګرانې قدردانې مورې
ټوله نړۍکې قهرمانې مورې
پيغمبران هم ستادغيږې بچي
د ټو ل دنړۍ د ليډرانو مور يې
****
مورې ماشومه وم تا لويه کړمه
دژونداخلاق سره دپويه کړمه
دنيمو شپو دالله هو سندرې
په جان قربان کې دللو سندرې
****
تا لاالا او الا الله وښوده
تا راته نوم دپاک مولا وښوده
په تورو شپو کې به چې وژړيدم
تابه خندا کې سپين سبا وښوده
****
مورې چې زه دلارې تګ شولمه
يوه سره ګلاب په شانته وغوړيدې
ماچې وړې وړې خبرۍ کول
ته به ګړۍ په ګړۍ وخنديدې
****
تابه ويل چې ډيوه ګې شې لورې
زما ارمانونو ته زولۍ شې لورې
په لپه لپه به دوعاګانۍ درکړم
که ته قابله دسيالې شې لورې
****
مورجانې هو زه ډيوګۍ شولم
ستا ارمانونو ته زولې شولم
پردې وطن کې شهزادګۍ شولم
پرديسي ژوندته مې سلګۍ شولم
****
اوس دملکونو مسافر ه يمه
تا ليداې نشم ډير اوتره يمه
په نيمو شپوکې راته ته ياديږې
قسم په خداې چې هرغرمه ياديږې
****
زه چې سهار دکوره ووځمه
ستا ددوعا په تمه شاته ګورم
مخ چې مې اړومه هيڅوک نه وي
يو څورڼۍ اوښکې رڼا ته کورم
****
دماشومتوب دشپۍ سبامې يادشي
ستاپه لاسنو کې دوعا مې ياد شي
رڼۍ رڼۍ اوښکې په مخ مې راشي
ستادخوږې مينې مسکامې يادشي
****
مورې دوعاګانو کې مې مه هيروه
غواړم چې در شمه کمکۍ مې کړه
بيا مې په خپله مينه ونازوه
بيا يو ماشوم او پروني مې کړه
****
ماته په کټ کټ په خندا شه مورې
لاسونه پورته په دوعا شه مورې
پردي وطن مسافرو وخوړم
دغربت ژوند په ناکردو وخوړم
****
مورجانې نوم ته دې سلام کومه
ستا دديدن اميد مدام کومه
تا دټولڼۍ ډاکتران ١*وروزل
ډير احترام ستا دمقام کومه
****
اې دټولنۍ قهرمانې مورې
په زړه منلې راته ګرانې مورې
ستا قدمو ته سپيلنۍ شمه ز ه
ته دحفيظ دزړه ارمان يې مورې

زماموردهغوقهرمانوميندودجملې څخه يوه مورده چې خپل ټولنۍ ته يې پينځه طبي کارمندان وړاندې کړيده چې له دی جملې نه دری ډاکټران يې زامن دي چې ډير پری وياړي