كرزي د امريكا د كانګرس د غړو سره ليدلي

56 | مې 13th, 2010


افغان ولسمشر د امريكايي چاروكو سره د ليدو په څنګ كي تېر ماښام د كانګرس د ځينو غړو او په كانګرس كي د حاكم ګوند له مشرانو سره ليدلي دي. د ولسمشرۍ د رسنيو دفتر په يوه خپره كړې اعلاميه كي ويلي چي په دغو ليدنو كي د افغانستان او امريكا د اړيكو پر پياوړتيا او همدارنګه د افغانستان د ملي شورا او د امريكا د كانګرس پر ښو اړيكو او د افغانستان په ملي شورا كي د ښځو پر رول او ګډون خبري سوي دي. په اعلاميه كي راغلي دي چي، د امريكا د ولسي جرګې مشري نانسي پيلوسي په دغو ليدنو كي ويلي چي دغه خبري تر ډېره پر امنيتي چارو، د تروريزم سره پر مبارزه او د اداري فساد د له منځه وړلو پر لارو چارو راټولي وې.

Copyright Larawbar 2007-2024