غجو

36 | مې 16th, 2010


ما چې کړې کیسې یارته په سترګو کې
دې راته ګیلې کړلې په سترګو کې

څه خوږه نغمه وه څه خوږه وږمه وه
بیان وې د مطرب کیسې په سترګو کې

څڼې دې کړه پټې ښه په لوپټه کې تاو
بدنیتي دې نظر وهي په سترګو کې

هسکه نرۍ غاړه تورې غټې سترګې
تاو رانه رڼې لیچې خندل کړه بیا په سترګو کې

پاپۍ دې نکړې ژوبلې ازغي ډیر په دغه لاره
غجو ته مې رادانګه مزل به کړو په سترګو کې

Copyright Larawbar 2007-2024