کور / کیسه / سترګې مې له تا جار شه!!!!‎

سترګې مې له تا جار شه!!!!‎

کلونه پخوا د ښار نه په یوې لیرې پرتې سیمې کې یوه سمسوره او شنه بنډه پرته وه، خلک یې ډیری بزګران وو او پخپلو ځمکو او پټیو کې یې غنم ، جوار او داسې نور د اړتیا وړ شیان کرل. بانډه ډیره ستره نه او د وګړو شمار یې هم دومره زیات نه وو. بس داسې سل یو نیم سله کورنۍ به سره راټولې شوې وې، خیر د نورو کلیو په شان دوی هم ځانته د کلي ملک درلود چې وریښمین اکا نومیده او د کلي ټولې غټې او وړې پریکړې به هم د وریښمن اکا په دیرې او حجرې کې د کلي د نورو سپین ږیرو په ګډون کیدلی. د کلي په اړه به د هرې مهمې پریکړې نه وړاندې د کلي ډم یا نایي د کلي ټول سپین ږيري خبرول او بیا به هر یو د وریښمین اکا ځای ته ورتلل او ټولې ستونزې به یې په سلا او مشورې حل کولې. د کلي د خبرو نه به راتیر شو ا صلي خبره به شروع کړو. د کلي په سپین ږیرو کې یو هم انارګل اکا و، هغه د کلي د خلکو تر منځ ښه محبوبیت درلود او د کلي ټولو وړو او زاړو به یې درناوی کاوه. د کلي هیڅ فیصله د وریښمین اکا نه پرته نه کیدله. انارګل اکا د کلي په خلکو باندې دومره ګران ؤ چې حتی د خپلو لورګانو په راکړه ورکړه کې به یې هم د هغه سره سلا کوله او چې به د هغه خوښه وه نو خپله لور یا خور به یې د هلک په نامه کوله. خیر په همدې ډول ورځنۍ خوږې ترخې تیریدلې خلک هم د یو بل نه خوښ وو او په مینه یې سره ګډ ژوند تیراوه. څه موده وروسته د ملک یعنې وریښمین اکا په کاله کې یوه پرښته نړۍ ته راغله او دا چې د کلي خلکو د هغه سره ډیره مینه لرله هر څوک به یې کاله ته د مبارکۍ لپاره ورتلل او د کلي د دود سره سم به یې د ځانه سره یو څه وړل. د کلي ښځو د ملک اکا په کاله باندې بده ورځ جوړه کړې وه، شپې او ورځې د ملک اکا کور و او د کلي د ښځو چمبه او سندرې وې. د نجلۍ په غوږ کې د آذان کولو او نوم ایښودو لپاره د کلي د جومات مولوي صاحب د ملک اکا کاله ته وبلل شو او تر مراسمو وروسته یې هغې ته د “ډیوې” نوم غوره کړ چې د کلي د خلکو او د ملک اکا د میرمنې هم زیات خوښ شو. مولوي صاحب په نجلۍ باندې ځکه ډیوه نوم کیښود چې څښتن تعالې هغې ته بې شانه حسن او جمال ورکړی و. د ملک اکا په کاله باندې چې د کلي ښځو هم بده ورځ جوړه کړې وه د ډیوې همدغه ښایست وو هر چا به یې صفتونه کول. د ګودر په او تناره په غاړه به هم د هغې د ښکلا خبرې کیدلې. ډیوې د ښایست له پلوه هیڅ کمی نه درلود خو یوازې یو کمی و او هغه دا چې…………………..؟

. په هر صورت زیاته موده تیره شوه او ډیوه هم چټه پیغله شوه، رییښتیا یوه خبره مې هیره شوه او هغه دا چې خدای تعالی ج په ډیوې باندې د ژوندانه ټول نعمتونه لورولي وو، ډیوې د ښایست له پلوه هیڅ کمی نه درولود، ډیوې لوړه او هغه د چا خبره یو لویشت پوزه درلوده، تور او اږده ویښتان، د غشو په شان اوږده باڼه، ګلابي اننګي او چناري ونه دا ټول هغه څه وو چې ډیوه یې د کلي د نورو جینکیو نه ځانګړې کړې وه. ټول د هغې بې شانه ښکلا ته ګوته پو خوله وو خو یوازینی نعمت چې ډیوې ته الله تعالې ترینه ډیوه بې برخې کړې وه دا و چې هغې نشوی کولی د طبعیت ښکلا وګوري، خپل خپلوان او ټول هغه کلیوال چې د ډیوې دیدن ورته د یوه زیارت نه کم نه وو وګوري. ډیوه په سترګو لنډه وه………………………..! همدا وجه وه چې ډیوې له هر چا حتی له خپله ځانه به یې هم کرکه کوله، دې ستونزې هغه زښته زیاته رنزوله او ورځ تر بلې یې د ژوند پاڼه ژیړیدله، تل به یوازې ځانته ناسته وه او هیڅ یې نه غوښتل چې د چا سره د زړه خواله وکړي. د هغې په ګلابو اننګیو باندې به تل د اوښکو سیلابونه روان وو.د ژوند په خوږو او ترخو هیڅ نه وه خبره. ډیوه پدې هم نه پوهیده چې هغې ته الله تعالی څومره ښایسته ورکړی و. ډیوې هر څوک له غږه پیژندل. د کلي د ودونو، کوژدو او نورو خوښیو سره یې د هیڅ مینه نلرله او تل به پخپلې کوټې کې ځانته ناسته وه او ژړل به یې. په ټول کلي کې څه بلکه په ټوله نړۍ کې یوازې یو تن و چې په ډیوې باندې ډیر ګران ؤ او د هغه سره یې د زړه نه مینه وه، هر کله به چې ډیوه ډیره تنګه شوه نو به د هغوي کاله ته ورتله او همدا چې د هغوي د کاله په لخکي به یې لا پښه نه وه ایښې چې ټول غمونه به یې هیر شول، دنیا به یې بدله شوه او هیڅ به یې دا فکر نه کاوه چې یوازې ده. دوی دواړه پخپلو کې ښه دوستان وو. دا زلمی د همدغه کلي اوسیدونکی و او د ډیوې د ماشومتوب ملګری و او تل به یې د یو بل سره د زړه خواله کوله. هغه د ډیوې په چم کې اوسیده او کورونه یې هم تقریباً سره نږدې وو، دا ښکلی او مهربانه ځوان اتل نومیده او د انارګل اکا مشر او یوازینی نازولی زوی و، د ښو اخلاقو لرل او دا چې پلار یې هم د کلي مخور سپین ږیری و اتل د کلي په خلکو ډیر ګران و. اتل لکه د ځینو ډاکټرانو د دوا په شان سهار، غرمه او ماښام به د ډیوې دوي کال ته ورته او هلته به یې د ډیوې د خوشحاله ساتلو لپاره ورته کیسې کولې او د اتل بل ستر کمال دا و چې هغه ښه شپیلې وهله او تل به سهار وختي د ډیوې دوي کاله ته څیرمه ورته او د هغې د خوښۍ لپاره به یې شپیلۍ وهله.ډیوه به هم د سراچې د بام بوټۍ سرته راوخته او د اتل شپلۍ ته به یې په مینه غوږ ایښوده. په اتل باندې ډیوه دومره ګرانه وه چې هغه د کلي ټولې خوښۍ پریښې وې او یوازې به یې د ډیوې د خوښۍ لپاره سوچونه کول. ورځې او شپې سره تیریدې، ډیوې به تل د ځانه سره دا ویل چې که مې سترګې جوړې وای نو حتماً به مې د اتل سره واده کړی وای، په ګډه به مې د هغه سره ژوند کاوه او همداسې به مو د ژوند خوږې او ترخې تیرولې. ډیوې به کله نه کله دا خبرې اتل ته هم کولې چې کاش زما سترګې وای چې ستا ښکلی مخ مې پدې نړۍ لیدلی وای، کاش ما دا دنیا لیدلې وی او پدې دنیا کې مې ټول ښکلي شیان لیدلی وی. ډیوې به ویل دا زما د زړه تر ټولو ستر ارمان دی. او ریښتیا هر کله به چې اتل شپیلۍ غږول بنند کړل نو ډیوه به د ځان سره لږه مسکۍ شوه او بیا به یې د ځان سره پټ وویل چې خدایه اتل د بل چا نکړې. مګر کله ناکله به ډیوې له ځانه سره دا سوچ هم کاوه چې اتل به هم د نورو هلکانو په شان وي او زه به یې څنګه خوښمه شم، زه خو ړنده یم او بله دا چې….. خو ډیوې ته دا پته نه وه چې اتل د هغې سره په ریښتیا مینه لرله او دا پرې باندې څومره ګرانه وه.د اتل بې شانه مینه د ډیوې سره پدې خاطر نه وه چې هغه یوه ښایسته نجلۍ وه او نه هم پدې خاطر وه چې هغه د کلي تر ټولو د شتمن سړي لور وه، بلکه ځکه یې د هغې سره مینه لرله چې اتل یو زړه سواند هلک و او بله دا چې اتل په ټول کلي کې یوازینی هلک و چې د ډیوې درد او غم یې ښه درک کړی و. اتل پدې پوهیده چې د ډیوې خوښي په څه کې ده. اتل او ډیوه نو اوس دواړه ښه ځوان شوي وو نو یوه ورځ اتل چې ډیوې پرې د ځانه نه هم زیاته ګرانه وه په منډه منډه د ډیوې کور ته ورغې او دروازه یې بې لدینه چې ویې ټکوي وازه یې کړه او کور ته په ننوتلو یې غږ وکړ “ډیوې” “ډیوې” چیرته یې راشه یو ښه خبر مې درته راوړی دی. ته خبره یې په کلي کې یو څوک چمتو دی چې تاته خپلې سترګې درکړي او بیا به که خیر وي ستا سترګې جوړې شي، ته به ما هم وګورې ټوله نړۍ به وګورې مور او پلار به دې هم وګورې. ډیوه د اتل په خبرو هکه پکه شوه او ریښتیا یو څه خوشحاله هم وه هغه د چا خبره د خوښۍ نه په جامو کې نه ځایده. ډیوه دومره خوشحاله وه چې حتی دا یې هم ونه پوښتل چې دا هلک څوک دی چې ماته خپلې سترګې راکوي او په بې صبرۍ یې د اونۍ تر پایه انتظار کاوه، پدې سره د ډیوې ټول ارمانونه پوره کیده، او هغه دا چې له یوې خوا به د کاینانو ښکلا وګوري او بله دا چې د اتل سره ګډ ژوند خو افسوس چې ډیوه……………….!!!! خیرهغه ورځ هم راغله د کلي یوه هلک خپلې سترګې د ډیوې ځینې ځار کړې خو هغې ته دا پته نه وه چې دا سترګې د چادي او ولې یې ډیوې ته خپلې سترګې ورکړې…. څه موده وروسته چې د ډیوې سترګې جوړې شوې وې، یوه ورځ سهار د وخته چې لا لمر هم نه و ختلی او هغه د چا خبره چې لا مرغۍ هم لا پخپلو ځالو کې بیدې وې اتل د ډیوې د کاله تر مخې پورې ورغی او د شپیلۍ په غږولو یې پیل وکړ. په سر کې یې ورو ورو شپیلۍ ښه ډیره ووهله خو دا چې ډیوه د بام سر ته راپورته نشوه نو شپیلۍ یې په دومره زور پوه کړه چې لږ پاتې وه خپله مرۍ یې شلولې وه. خو بیا هم ډیوه ښکاره نشوه. د اتل نه وار پار خطا شو او پوه شوه چې خدای مکړه په ډیوې خو به څه چل نه وي شوی. په لوړ اواز یې ورغږ کړ چې “ډیوې” “ډیوې” بیرون ته راووځه، زه راغلی یم، زه ستا اتل یم!!! ډیوې! ډیوې بیرون ته راووځه که نه خو ډیوې د اتل په چیغو هیڅ خبره هم نشوه.ډیوه د ځوانۍ په خوب ویده وه، هر څه یې کتلی شو، هر څوک یې پیژندل، په نوو دوستانو او ملګرو کې ښه پټه وه او اتل ته یې هیڅ پام هم نه و. ډیوې نن د اتل د شپیلۍ غږ او د هغه چیغې هیڅ وانه وریدلې که څه هم پخوا به هغه د اتل د رارسیدلو نه وړاندې په بام بوټۍ ناسته وه او د اتل د رالتو لار به یې څارله. اتل څو ساعته د ډیوې د کاله مخې ته تم شو، خو د هغې د کاله دروازه یې پیدا نکړه چې د ډیوې د حالت نه یې ځان خبر کړی وی او څوک لاروی هم پرې پیښ نشو چې لاره یې ورنیغه کړې وه. ساعتونه وروسته چې راوخوت او د لمر وړانګې د ډیوې کوټې ته او بیا د ډیوې پر مخ ولګیدې نو د خوبه پاڅیده او پخپلو ورځني کارونو یې پیل وکړ. هغې ته دا هم پته وه چې تر دې پخوا به هره ورځ ټیک په همدغه وخت اتل د هغې د کور شاته ورته او دې ته به یې شپیلۍ غږوله. اتل چې نور یې زړه په تنګ شو او د صبر کاسه یې هم ډکه شوې وه نو په لوړ آواز یې ور غږ کړ “ډیوې” مړه یې که ژوندۍ ولې نه راوځي. !!!!. لږه شیبه وروسته د ډیوې کاله ته د کلي نورې پیغلوټې چې د ډیوې نوې خورلنډې وې د هغې کاله ته راغلې او د اتل چې د نجونو آواز یې واوریده نو یې مخ ترینه بل لوري ته واړاوه او د هغوي نه یې وغوښتل چې ډیوې ته د اتل احوال وروړي. لږه موده وروسته ډیوه د خپلو ملګرو سره بهر ته راووته او په اتل یې سترګې ولګیدې چې مخامخ د ډیوې دوي بام ته ګوري. ډیوې چې تر سترګو تر جوړیدو وروسته یې اتل نه و لیدلی نو پرې غږ یې وکړ چې ” هې! څوک یې او دلته څه کوې؟ وروسته تر دې چې ډیوه پوه شوه چې دا اتل دی نور ورلنډه شوه او ترې یې وپوښتل ” اتله” ته څه وخت راغلې. اتل چې د حیا نه یې ډیوې ته شاه وه د احوال پوښتلو وروسته یې وویل چې “ډیوې” اوس خو دې شکر دی سترګې هم ښې شوې، دنیا دې هم ولیده، د دنیا خلک دې هم ولیدل، خپل خپلوان، د کلي پیغلې او ټول هغه څه دې ولیدل چې تا غوښتل. اوس دې نو هغه ژمنه پوره کړه چې زما سره دې کړې وه. ډیوه د دې خبرې په اوریدو سره په کړس کړس وخندل او دومره خوشحاله شوه چې نږدې وه ګډه شي. ډیوې اتل ته په ډیره مینه وویل “اتله” یو ځل خو را وګوره چې زه څنګه ښکارم، غواړم نن ټوله ورځ ستا د مخ دیدن وکړم.اتل چې سترګې یې د اوښکو ډکې وې ډیوې ته یې مړې سترګې ورواړولې، ډیوې ولیدل چې اتل هم د هغې په شان په سترګو ړوند دی. د څو شیبو چوپتیا نه وروسته، اتل بیا په ژړه غوني آواز ډیوې ته وویل ” اوس غواړې ما د ژوند ملګری کړې”؟ د اتل د سترګو په لیدو باندې ډیوې ټکان وخوړ او هکه پکه حیرانه شوه او د اتل سره یې د واده کولو نه انکار وکړ. ډیوه د خپلو ملګرو سره په سیل ولاړه او اتل یې یوازې پریښود. اتل هم په خاپوړو او ورو ورو خپل کاله ته یې ځان ورساوه. زیاته موده تیره نه وه چې اتل د ډیوې د بې وفایۍ له امله د زړه په ناروغۍ اخته شو او هم یې سترګو سخت درد شروع کړ.بیوفا او پخپل ځان مینې د اتل هیڅ پوښتنه ونکړه او تل یې د خپلو ملګرو سره مزې او چړچې کولې. اتل د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې ډیوې ته یو لیک واستاوه چې پکې یې لیکلي و ” هر څه دې چې خوښه وي کوه یې خو زما د سترګو خیال به ساتې چې خرابې درنه نشي.”