کور / اسلامي / دتقلیدحقیقت (نهمه برخه)

دتقلیدحقیقت (نهمه برخه)

   لیکنه : محمودالحسن الجمیري
   ژباړه : مومن مهاجر
   Muhajir222@yahoo.com


   دمولوي عبدالغني جابروي اومولوي محمدولي دروېش یوه شبه اودهغې ځواب :


   مولوي عبدالغني جابروي صاحب په خپل کتاب اغراض جلالین کي ددې آیت : خَلَقْتَنِيْ مِنْ نَّارٍوَّخَلَقْتَهُ مِنْ طِیْنٍ په تشرېح کي لیکي :شیطان لومړنی هغه کس ووچي تقلیدیې پرېښود،بیاپه استفهامي ډول وايي : که هغه مقلدوونوتاسوووایاست چي دچامقلدوو؟ نوچي دهغه مقلدوالی نه شئ ثابتولی څرګنده شوه چي هغه غیرمقلدوو… همدادعوه مولوي محمدولي دروېش صاحب په خپل کتاب ایادجنازې په لمانځه کي دفاتحې ویل سنت دي؟ هم کړې ده .


   که څه هم دمیرمحمدصاحب دځواب په ترڅ کي ددواړوځواب شوی دی خوبیاهم اړینه ګڼم چي دوئ ته په خپل اندازځواب ورکړم .


   ځواب : لکه څرنګه چي ستاسودعوه ده چي شیطان لومړنی غیرمقلدوونوزموږدعوه داده چي ملائکې لومړنۍ غیرمقلدې وې،که تاسووایاست چي نه هغوئ مقلدې وې نوووایه چي دچامقلدې وې؟ نوکه تاسو دملائکوتقلیدهیڅکله نه شئ ثابتولای نوومنئ اوایمان راوړئ چي ملائکې غیرمقلدې وې . اودلیل یې دالله جل جلاله داقول دی : اِنِّیْ جَاعِلٌ فِیْ الْاَرْضِ خَلِیْفَةً . ځکه په دې آیت کي الله جل جلاله ویلي دي چي زه په ځمکه کي خلیفه پیداکوم داسي یې نه دي ویلي چي په اسمان کي خلیفه پیداکوم  .


   دتقلیداواتباع توپیر:


   وړاندي تردې چي دمیرمحمدصاحب دیوې بلې هغه شبهې ځواب ورکړم چي په هغې کي یې هڅه کړې موسی علیه السلام دخضرمقلدکړي اړینه ګڼم چي دتقلیداواتباع ترمنځ توپیرواضح کړم .


   دتقلیدتعریف مووړاندي په پوره تفصیل په څوپاڼوکي ذکرکړچي لنډحاصل یې داووچي له دلیل پرته دیو چاخبره منل . خودبنوري ټاون دمدرسې استاداومفتي ښاغلی محمدولي دروېش پرضدولاړدی اووايي چي داتباع اوتقلیدترمنځ هیڅ توپیرنه شته،بلکي دواړه دیوه شي دوه نومونه دي،ځکه په قرآن کریم کي دتقلیدلپاره داتباع لفظ هم کارول شوی دی لکه چي وايي : فَاتَّبَعُوْااَمْرَفُرْعَوْنَ .یاني هغوئ دفرعون دحکم اتباع وکړه همدارنګه په یویل ځای کي وايي :قَالُوْابَلْ نَتَّبِعُ مَاوَجَدْنَاعَلَیْهِ اَبَآءَ نَا. یاني موږبه دهغه څه پیروي کووچي خپل پلرونه موپرې موندلي دي .نوڅرګنده شوه چي تقلیداتباع ده اوهیڅ توپیرنه لري .


   ځواب : لومړۍ خبره داده چي میرمحمدصاحب دامت ټول علماء حنفي دي که غیرحنفي دروغجن بللي ځکه هغوئ دتقلیداواتباع ترمنځ توپیرکړی اوتقلیدیې غندلی دی . یوځل بیاددې مضمون لومړنیوبرخوته پاملرنه وکړئ اوبیاوړاندي ولاړشئ ! زموږدعوه همداده چي تقلیدسراسرغلط کاراوضلالت دی خوستادپوهاوي لپاره یوڅوخبرې کوم .


   په التوضیح والتلویح کي وايي : فالمعرفة ادارک الجزئیات عن دلیل فخرج التقلید.


   (التوضیح والتلویح ص : ۱۱) 


   یاني په دلیل سره دجزیئاتودرک ته معرفة وايي نوپه دې سره تقلیدووتی (ځکه هلته ددلیل پېژندنه نه وي)


   همدارنګه امام شافعي رحمه الله هم تقلیدجهل اوناپوهي بللی اوویلي یې دي :


   وبالظن والتقلیدلایحصل العلم والمعرفة (فقه الاکبرص : ۷)


   په ګومان اوتقلیدعلم ومعرفة نه حاصلېږي .


   بیاوړاندي وايي : وذالک لایکون علماتقلیدپوهه نه بلکي ناپوهي ده . همدارنګه دامام احمدبن حنبل رحمه الله ویناده :


   لاتقلدنی ولاتقلدمالکاولاالشافعي ولاالاوزاعي ولاالثوري وخذمن حیث اخذوا. (الاعلام ج : ۲ ص : ۳۲)


   ژباړه : مه زما،مه دمالک،مه دشافعي،مه داوزاعي اومه دثوري تقلیدکوه ته هم له هغه ځایه اخذکوه له کومه ځایه چي دوئ کړی دی .


   همدارنګه علامه الوسي حنفي هم تقلیدګمراهي بللي اولیکلي یې دي : ان کان للضلالة اب فالتقلیدابوها.


   (روح المعاني ج : ۱ص : ۹۷) یاني که ګمراهۍ پلاردرلودای نوتقلیدبه یې پلاروو. همدارازعلامه طحاوي حنفي رحمه الله لیکي :لایقلدالاعصبي اوغبي یاني له متعصب اوسخت ناپوه پرته بل څوک تقلیدنه کوي .


   (عقودالرسم المفتي ص ۲۷)


   داسي ښکاري چي مفتي محمدولي صاحب په قرآن پوهنه کي ترخپلوامامانویوقدم وړاندي تللی اویاکېدای شي دغوعلماووله غیرمقلدینوسره مینه درلوده چي له همدې امله یې تقلیدغندلی دی .


   په هرحال داخوستاسوکورنۍ لانجه ده موږنه پوهېږوچي څوک رښتنی اوڅوک دروغجن دی؟ مګراوس تحقیقي ځواب ته غوږشه!


   ښاغلي مفتي محمدولي ته به ووایم چي یاخوپه عربي ژبدودنه پوهېږي،یاعارفانه تجاهل کوي اویاغواړي عوام تېرباسي .بې شکه په قرآن کریم کي دتقلیدلپاره داتباع لفظ کارول شوی له دې نوداولي لازمه شوه چي تقلیداواتباع یوشی دي؟ راشه وګوره په قران کریم کي دسمک ماهي لپاره دلحم لفظ کارول شوی دی همدارنګه په قرآن کریم کي دمدینه (ښار) لپاره دقریه ( کلي) لفظ استعمال شوی دی نوایاپه دې سره ماهی اوغوښه ښاراو کلی سره یوشول؟ نه! هیڅکله نه!


   راشه زه دې دعربي ژبې په ځینوداسي الفاظوخبرکړم چي په یوه وخت کي دڅوماناوولپاره استعمالېږي ځیني وختونه خویولفظ دخپل ضدلپاره هم استعمالېږي دقرء لفظ وګوره په عربي کي دحیض اوطهردواړو لپاره استعمالېږي .ایااوس ته داوايي چي حیض اوطهریوشی دی اوددواړوترمنځ هیڅ توپیرنه شته؟ همدارنګه مولی لفظ په عربي کي دبادارلپاره هم استعمالېږي اودمرېيي لپاره هم . همدارنګه جاریة په عربي کي کښتۍ ته هم وايي اومینځي ته هم .همداډول عین په عربي کي سترګي ته هم وايي،چیني ته هم اوسروزروته هم .


   زماپه انددمفتي صیب دپوهېدولپاره داڅوبېلګي بس دي .ایااوس به هم مفتي محمدولي صیب داوايي چي مالک امرېییی،کښتۍ اومینځه اوسترګه،چینه اوسره زریوشی دي؟


   حقیقت دادی چي دځای په بدلون دلفظ په ماناکي هم بدلون راځي لکه څرنګه چي دمرېيي لپاره دمولادلفظ په کارېدلوله هغه مالک اوله مالکه مرېیی نه جوړېږي همدارنګه دتقلیدلپاره داتباع په کارېدوتقلیددرسول اطاعت نه بلکلي هماغه تقلیددی .


   هو! دایوه خبره شته چي ددواړوښکاره بڼه سره ورته ده،خوپه حقیقت کي ددواړوترمنځ دځمکې اواسمان توپیردی .لکه څرنګه چي داوبواوبولوښکاره بڼه یوه ده خوپه حقیقت کي یوپاک اوبل ناپاک دی .له همدې امله ټولوامامانورحمهم الله له دې ناپاکۍ دځان پرژغورنه ډېرټینګارکړی دی .راشه وګوره! په دې دعوه کي یوازي زه نه یم بلکي ډېرومخکینیوعلماووهم دتقلیداواتباع ترمنځ توپیرکړی دی .


   دالتقلیدواحکامه کتاب لیکوال سعدبن عبدالعزیزالششري لیکي :


   التقلیدالتزام المکلف مذهب غیره بلاحجة . اماالاتباع فهوماثبت علیه حجة . وممن قال بذالک ابن خویذ منداد،وابن عبدالبر،وابن القیم ،والشاطبي وغیرهم .


   (جامع بیان العلم ۲\ ۱۴۳۲،الاعتصام ص : ۳۴۲، اعلام الموقعین ۲\ ۱۸۲)


   ژباړه : تقلیدپرځان له دلیل پرته دیوچادمذهب التزام دی،اتباع دهغه څه نوم دی چي دلیل ولري داتوپیرابن خویذمنداد،ابن عبدالبر،ابن القیم،امام شاطبي اونوروبیان کړی دی .


   همدارنګه امام ابن عبدالبررحمه الله پردې دامت دعلماوواجماع نقل کړې اووايي :


   اجمع الناس علی ان المقلدلیس معدودامن اهل العلم وان العلم معرفة الحق بدلیله،فان الناس لایختلفون ان العلم هوالمعرفة الحاصلة عن الدلیل وامابدون الدلیل فانماهوالتقلید.


   (اعلام الموقعین ج : ۱ ص : ۱۷، مخصترجامع بیان العلم وفضله باب فسادالتقلیدونفیه ص : ۲۹۲ ـــ ۳۰۴)


   ژباړه : خلکوپردې اتفاق کړی چي مقلددعلماووپه ډله کي نه شي شمېرل کېدای،ځکه علم هغه دی چي حق په دلیل سره وپېژندل شي،له همدې امله خلکوپه دې کي هیڅ اختلاف نه دی کړی چي علم هغه معرفة دی چي له دلیله حاصل شي اوله دلیله پرته هغه تقلیددی .


   همداوجه ده چي ترننه هیچادرسول اکرم صلی الله علیه وسلم داتباع تعریف په تقلیدسره نه دی کړی که مو باورنه کېږي نودهرمفسرتفسیرپه عربي وي ،که په بله ژبه دمقلدوي که دغیرمقلددرواخلئ اووګورئ چي هیچا هم داتباع لفظ چي له رسول سره استعمال شوي وي په تقلیدسره نه دی ترجمه کړی،ځکه اتباع یوازي په رسول پوري خاصه ده اوله هغه پرته دبل چاپیروي تقلیددی .