کور / اسلامي / آيا ږیره په اسلام کې مهمه ده؟

آيا ږیره په اسلام کې مهمه ده؟

لیکوال استاد محمد محق
ژباړن: محمدالله آرین
په تیرو ورځو کې مې يو دوست يوه ويډيو راته را ولیږله او په اړه يي زما نظر وغوښت. دا ويديو د هند د مشهور واعظ، ذاکر نايک وه چې د ږیرې په اړه يي خبرې کړې وې. البته باید يادونه وکړم چې په وروستیو کې په افغانستان کې هم ږیره د حاکمانو له لوري د ځانګړې توجو وړ ګرځیدلې او خلک هم ددوی حکومت د ږيرې د حکومت په نوم پيژني.
تر موضوع مخکې يادونه کوم چې زه ډير متاسف يم چې په دومره وړه موضوع باندې د لوستونکو وخت ضايع کوم په داسې حال کې چې په نن سبا کې انساني ټولنې د سترو کايناتو د کشف لپاره کوټلي ګامونه اخلي، دوی هڅه کوي د ستورو له تمدن سره اړيکې ټينګې کړي او د آسمان لارې په نورو برخو کې نوي څه کشف کړي، خو موږ اړ يو چې ساعتونه په زړو خبرو باندې خپل وخت ضايع کړو څو خلک حق ولري چې څنګه يي زړه وي هسې خپل سر او صورت جوړ کړي، او څوک ددې حق ونلري چې ددوی څيره لکه څنګه چې دوی يي نه غواړي ور بدله کړي. دا هم نه ده معلومه چې راتلونکي به په موږ پورې ددې له امله څومره وخاندي.
ذاکر نايک يو کس ته چې د ږیرې په اړه يي پوښتنه کړې په قاطعيت ځواب ورکوي چې ږیره فرض ده او وايي علماوو او سترو مجتهدينو هم فرض بللې، خو په اوسنۍ زمانه کې څو محدود کسان پيدا شوي چې ږیره پريښودل مستحب بولي.
له ذاکر نايک ورته کسانو څخه چې دين ته تر ډيره په عوامانه انداز ګوري او له دې لارې يي خپل بازار ګرم کړی دی بله توقع هم نشي کیدای. ما که څه هم ددې واعظ ډيرې ويډيوګانې نه دي لیدلي خو ځينې ويډيوګانې مې چې لیدلي دي نوموړي په ځينو داسې مسايلو باندې چې د مناقشې وړ دي او ده باید په پوره امانتداري ددې په اړه عالمانه نظر ورکړی وی او يا يي اشارې ورته کړې وی خپل نظر يي چې تر ډيره سم هم نه دی داسې معرفي کړی لکه د اسلام قطعي پریکړه چې همدا وي او په دې کار سره نوموړي خلک هک حیران کړي دي.
په يو مورد کې يوه میرمن چې نوې مسلمانه شوې په ژړا سره وايي: مور او پلار مې مخکې تر دې چې د اسلام په اړه څه واوري له دې نړۍ څخه تلي دي، او دا د هغو تر وفات وروسته له اسلام سره آشنا شوې، اوس نه پوهيږي چې ددوی په اړه حکم څه دی آيا دوی به دوزخ ته ولاړ شي؟ خو ذاکر نايک پرته له دې چې د يادې میرمنې اوښکې او ساندي وګوري او يو ډول زړه سوی ورسره وکړي په ډير مغرورانه انداز باندې لکه دی چې د خلکو په منځ کې د خدای تعالی استازی وي ورته وايي ستا پلار او مور په کفر کې مړه شوي دي اودوی به جهنم ته ځي او تاته نه ښايي پر دوی زړه وسوځوې!
دا په داسې حال کې ده چې له ډير وخت را هيسي دا موضوع اختلافي ده او هغه خلک چې د الله تعالی پر قضاوت باور لري له دې موضوع څخه داسې برداشت نکوي او دوی باوري دي تر هغه چې اتمام د حجت نه وي شوی هيڅوک مستحق د عذاب نه دي، دوی د اسرا په پنځلسم آيت باندې استدلال کوي: “و ما کنا معذبین حتی نبعث رسولا.” يانې تر هغه چې پيغمبر ونه لیږو چاته عذاب نه ورکوو. دا بحث د اهل فتره تر عنوان لاندې راځي يانې پر هغو کسانو بحث کوي چې ددو پیغمبرانو د راتګ په منځ کې زیږي او چا دین ته نه وي ور بللي. که ذاکر نايک غوښتل چې عالمانه برخورد وکړي باید ويلي يي وی چې په دې اړه ګڼ موضوعات شته دي او نشو کولای پریکنده خبره وکړو، خصوصا په غیبي مسايلو باندې پريکنده نظر ورکول بیخي ستونزمن دي، خو هغه نظر چې قرآني بنياد هم لري او له الهي عدالت سره هم سرخوري هغه دادي چې دا خلک معاف دي او هيڅ عذاب ورته نشته دی. که نوموړي يادې میرمنې ته برنی ځواب ورکړی وی چې هم ديني ريښه لري او هم له عقل او منطق سره سمون خوري شاید ددې میرمنې ختلی زړه يي څه ناڅه آرام شوی وی.
د ږيرې په اړه هم نوموړي په هم هغه شکل او قاطع فرضیت خبره مطرح کړه او بیا هغو علماوو ته ډيره وړه اشاره کوي چې په نن سبا کې يي نظرونه هم چندان د باور وړ نه دي، نوموړی پرته له دې چې د دواړو لورو نظرونه په منصفانه ډول سره وڅيړي او عقلاني تحلیل وکړي بیا هم خپل نظر وروستی هغه بللی دی.
هغه خلک چې د فقې له اصولو، کلام، تفسير او نورو سره بلدتيا لري پوهيږي چې د ږیرې په اړه هيڅ قطعي او ټول منلی حکم نشته دی او دا له بیخه يوه اختلافي مسله ده، هغه چې په دې اړه غوڅه يا پریکنده خبره کوي او دا بیا د اسلام قاطع نظر بولي دوی له خيټې لګيا دي. دا چې د ږيرې په اړه اختلافات شته دي لامل يي دادی چې په قرآن مجيد کې د ږیرې په تړاو هيڅ ډول حکم نشته دی. په قرآن کې يوازې یو ځل د «لحيه» کلیمه راغلې او دا هم د موسی او هارون په کيسه کې د لفظي شخړه يوه برخه ده او دا د قرآن کريم د طه په ۹۴ آيت کې دی چې هارون موسی ته وايي:« لا تأخذ بلحیتی و لا برأسی”» يانې سر او ږیره مې پریږده! دا آيت اساسا د ږیرې په اړه نه دی بلکه د بني اسراييلو او هارون علیه سلام تر منځ د شخړې په اړه دی چې دې کار موسی علیه سلام په غصه کړی. هغه چې د ږیرې پر پريښودو ټينګار کوي دوی دلیل دا آيت راوړي چې ګواکې پيغمبرانو ږیرې لرلې اوپر موږ يي پريښودل الزامي دی. ځينې بیا وايي چې یوازې هارون نه بلکه ټولو پيغمبرانو ږیرې لرلې. دا په داسې حال کې دی چې د پيغمبرانو شمېر زرګونو وو او يو دلیل يي يولک څلور ويشت زره کم او زیات بولي خو په قرآن کریم کې یوازې د ۲۵ تنو يادونه شوې د نورو په اړه هيڅ ډول معلومات نشته دي، ان په نومونو يي هم نه پوهیږو، دا خو پر خپل ځای پريږدۍ چې په ږیره يا څيره يي خبرې وشي. ان که دا ومنو چې ټولو پيغمبرانو ږیرې لرې بیا هم د قرآني دلايلو پر آساس د تیرو هغو کردار پر موږ الزامي نه دی ځکه وايي هر امت ته ځانګړی شريعت راغلی دی او مسلمانان د نورو په پيروي مکلف نه دي. په دې اړه د فقې په اصولو کې د “شرائع من قبلنا” په برخه کې مفصل بحث شوی دی.له دې ور هاخوا په دې هم نه پوهیږو چې د هارون علیه سلام ږیره د عبادي یا عبادتي کار وو او که نه شخصي سلیقه چې د بشريت د عادت پر اساس هر سړی حق لري څنګه يي چې زړه وي ځان هغسې جوړ کړي.
بل قرآني دلیل چې ځينې يي مطرح کوي هغه د سورت نسا ۱۱۹ آيت دی چې د شيطان له خولې راغلي دي:« ولآمرنهم فلیغیرن خلق الله» يانې خلکو ته به قومنده ورکړم چې د الله تعالی په خلقت کې بدلون راولي. ددې استدلال په ځواب کې ويل شوي دي که چيرې ږیره خريل یا کمول د الله تعالی په خلقت کې د بدلون په مانا وي بیا نو د سر، تخرګو او تر نامو لاندې ويښتو خریل او يا کمول هم په خلقت کې بدلون دی دا هم باید ناروا وی، ځکه آيت يوازې يو مورد ته متوجې کول سم کار نه دی. جالبه ده دا بیخي د پخوانيو مسحيانو عادت ته ورته ده، دوی د ناروغانو په اړه پوښتنه کړې وه چې عملیات يا جراحي کول د الله تعالی په اراده کې دخالت نه دی؟ ددوی ځينې مذهب پلوي په دې باور وو چې ناروغي د الله تعالی په اراده پورې تړلې او رامنځ ته کيږي، هغه کس چې په ناروغي اخته کيږي دا الهي تقدير دی، ډاکټران چې دده د ژغورلو لپاره هڅه کوي يا يي د بدن یوه برخه غوڅوي د الله تعالی د ارادې مخالف کار دی ښه به وي ناروغ په خپل حال پريښودل شي چې مړ شي څو د الله تعالی په اراده کې دخالت ونشي.
د ږيرې پلويان بل استدلال په دې کوي چې د ږیرې په اړه آحاديث راغلي دی. مشهور روايت د بخاري یو حديث دی: “خالفوا المشرکین وفروا اللحی و أحفوا الشوارب” يانې له مشرکينو سره مخالفت وکړی، ږيرې پريږدۍ او بریتونه لنډ کړی. د مسلم او بخاري بل روايت دی: “قصوا الشوارب و وفروا اللحی”چې بیا هم هم هغه مانا لري. په يو بل روايت کې راغلي چې لس څيزونه له فطرته دي چې يوه هم ږیره ده. دا د ږيرې د پريښودو په اړه تر ټولو مهم دلايل دي. خو دلايل بیا هم د ږیرې د فرضيت يا وجوب په اړه قاطع نه دی، دا دلايل بیا هم نشي کړای د علماوو تر منځ د اختلاف دروازه وتړي، ځينې يي واجب، ځينې يي مستحب او ځينې يي يوازې مباح بولي.له پخوانيو شخصيتونو څخه يو چې مستحب يي بولي حجر عسقلاني دی. په شافعي مذهب کې هم د ږیرې پريښودل مستحب بلل شوي دي.
هغه څه چې د اختلاف وړ دي هغه دادي چې په ديني احکامو کې د وجوب يا تحریم تر کچې مسله باید قرآني اساس ولري، او داسې مسايل يوازې په آحاديثو يا ظني الثبوت دلایلو باندې نه حل کيږي. په قرآن کريم کې د ږیرې په اړه حکم نشته او ياد شوي احاديث هم قطعي الثبوت نه دي، له دې سره سره چې دا مسايل په بخاري او مسلم کې راغلي دي خو قطعي الثبوت نه دي.دلته څه چې قطعي دي هغه دادي چې په دې روايتونو باندې شک دی. د شک پر بنیاد د قطعي حکم ورکول علمي اساس نلري،ځکه پخوا د فقې په اصولو کې وو چې شک يقين نشي کیدای، يانې ظني یا شکي شی قطعي نه دي.
ددې ترڅنګ دا پوښتنه مطرح شوې چې آيا ږيره پريښودل تعبدي چار دی که معقولة المنعی؟ تعبدي احکام په حکمت او خاصې موخې پورې اړه نلري، او له څنګه او چیرته پرته باید اجرا شي. خو معقولة المعنی احکام چې يوه برخه يي شرعي احکام دي په اړه يي حکم په خاص حکمت او غرض پورې تړلی دی. که ددې روایتونو پر شکمنوالي سترګې پټې کړو او ووايو چې دا د پيغمبرصلی الله علیه وسلم خبرې دي نو د ږيرې پريښودلو حکمت دادی چې له مشرکينو سره زموږ توپير وشي، يانې خپله ږیره مقصودباالذات نه ده،يانې د فقې د علم پر اساس حسن لذاته نه دی، دلته موخه له مشرکينو سره مخالفت دی، او په پايله کې دا حسن لغیره دی. د حسن لغیره ارزښت په دې کې دی چې دا په خاصه موخه پورې تړلي دي او له همدې لارې پلي کیدای شي. که موخه دا وي چې د مسلمانانو څيره دې د نورو له څيرې سره تفاوت ولري، دا موخه د ږیرې په پريښودو نه پوره کيږی ځکه ځينې نور مذاهب لکه یهودیان، سيکان او مسحیان هم ږیرې پريږدي او ځينې يي خريي. او که داسې وي چې شريعت باید نړۍ شموله يا ټول منلی حکم صادر کړي دا باید داسې وي چې په هرځای او هر وخت کې مانا ولري. د الازهر پخوانی شیخ محمود شلتوت وايي: ” که موږ له غیرمسلمانانو سره مشابهت د تحریم بنسټ وبولو بیا نو ږیره پريښودل باید تحریم کړو ځکه مسيحي راهبان اوږدې ږیرې لري.”
بله پوښتنه داده چې ږيره عبادي سنت دی که عادي سنت؟ د فقې د اصولو پر بنسټ، د اسلام د پیغمبر عادي سنتونه شریعت نه دی او مومنان مکلف نه دي چې پر ځان يي پلي کړي یا پيروي ترې وکړي. ځينې اهل علم په دې نظر دي چې ږیره د عادتونو یوه برخه ده نه د عبادت، ځکه عبادت هغه چار دی د نفس د پاکوالي او رب ته د انسان د نيږدې کيدو لامل کيږی او په دې سره د انسان روحي حالات بدليږي او معنویت ته يي سوق کوی، او ږیره داسې رول نلري، او نه هم امکان لري چې دادې معنوي یا اخلاقي ارزښت ولري.
همدارنګه دا موضوع د مسلم له يو بل روايت سره چې محدثین يي صحيح بولي په ټکرکې واقع شوې:« إن الله لا ینظر إلی أجسامکم و لا إلی صورکم و لکن ینظر إلی قلوبکم» يانې الله تعالی ستاسو بدنونو او څيرو ته نه بلکه ستاسو زړونو ته ګوری. ددې حديث محتوا ان که ظني الثبوت هم وي د دین له روح او روان سره همغږي لري او پر اخلاقي اصل ټينګار کوي. دلته ږيره چې تر ډيره ظاهري دينداري نندارې ته وړاندې کوي معقوليت نلري، او هغه موخه چې دوی يي مطرح کوي له اخلاقي پلوه ددفاع وړ نه ده، له نامسلمانانو سره مخالفت په خپل ذات کې يو بد چار دی، ځکه اخلاقي عمل دادی چې انسانان باید یو بل ته نيږدې شي نه چې واټنونه رامنځ ته شي او سرحدونه ويستل شي.
دې ټکو ته په کتو ځينې پوهان شته لکه شيخ محمد ابوزهره، شيخ محمد شلتوت، شيخ جادالحق، يوسف قرضاوي او ځينې نور چې ږیره مستحب بولي، دوی وايي پريښودل يي ښه دي خو خريل يي هم ګناه نلري.
د مصردارالافتای د ۲۰۰۵/۱۱/۵ نيټې په ۲۶۱ نمبره فتوا کې وايي چې علما د ږیرې په تړاو اختلاف لري، او زیاتوي چې په دې اړه درې اندونه دي، يو دا چې ږیره عادتي سنت ده، او عبادتي جنبه نلري او په اړه يي شوي امرونه هم تر ډيره لارښونې ته ورته دي، دا اوامر د وجوب څه چې ان د مستحب درجې ته هم نشي رسيدای، دوهم دا چې ږیره مستحب ده،دریم دا چې واجب ده او خریل يي حرام دي. فتوا وروسته زیاتوي: له شرعي پلوه له يو عمل سره مخالفت هغه وخت سم دی چې اجماع موجوده وي، نه په اختلافي مواردو.
که چیرته د فقهې له حوزې وزو او اختلافونه هم پر ځای پريږدو داسې ښکاري چې پر ظاهري ديندارۍ له ډير پخوا څخه نیوکې شوي دي او ځينې پوهانو ظاهري دينداري غندلې خصوصا مسلمانو عارفانو چې یوه بیلګه يي حضرت ابوالمعاني عبدالقادر بیدل دی چې په دې اړه يي په ګڼو اشعارو کې اشارې کړي دي چې له دې منځ څخه یو ځای کې وايي:
ریش دفتر تزویر، خرقه محضر بهتان/ دین شیخ اگر این است فسق پارسایی‌هاست
د ظاهرپالنې دې مفهوم ته په يو بل ځای کې داسې نغوته کوي:
ز شیخان برد وَهم ریش و دستار آدمیت را/ مبادا این قدر حرفم گرفتار دُم و یالش
حتی په يو ځای کې ږیره د دين په نوم پر دین دوکانداري يادوي:
بر شیخ دکان‌داریِ ریش است مسلّم/ خرس این همه سوداگر پشمینه نباشد
بيدل په دې نقد کې ظاهري دينداران تر نيوکې لاندې راوستلي دي او دوی ته وايي چې تر ننداره ایزو چارو به ښه وي چې معنويت ته پناه یوسی، ځکه دده په خبره تظاهر دوی له معنويته لرې کوي او په ريا اخته کيږي.
ځينو بیا د ږیرې مسلې ته بیخي له بل اړخه کتلي دي او دوی د ږیرې ډير غټول او يا پکې مبالغه کول د عقل او پوهې کمی بولي. امام ابن الجوزی حنبلي په خپل يو کتاب کې چې لطيفي يي پکې را ټولې کړي دي او نوم يي پرې «اخبار الحمقی و المغفلین» ايښی دی او ډير خوږ اثر دی ددې کتاب پنځم څپرکی يي د حماقت نښو ته ځانګړې کړې هلته وايي:« د حماقت يوه نښه چې کله هم خطا نځي د ږیرې اوږدول دي، ځکه د غټې ږیرې مالک له حماقته خالي نه وي. روایت دی چې په تورات کې داسې لیکل شوي دی:« د انسان د مغزو د غوړیدو ځای ږیره دی،څوک چې د ږیرې په غټولو کې افراط کوي عقل يي کمیږي، او د چا چې عقل کم وي احمق دی. ځينې حکما لیکي چې د حماقت کود ږیره دی او د چاچې ږیره ډيره اوږده وي حماقت يي ډير دی. چا یو کس لیدلی وو چې ږیره يي غټه وه ورته یي ویلي وو په خدای قسم که دا ږیره په سیند کې را شنه شوې وی سیند به یي وچ کړی وو. احنف بن قیس ويلي دي:« که دې یو کس ولید چې غټه ټنډه او اوږده ږیره يي وه پوی شه چې نادان ده ان که امیه بن عبد شمس هم وي. حضرت معاويه رضی الله تعالی عنه چې يو چاته غصه وو ورته يي وویل:« ستا پر حماقت او سستي ستا د اوږدې ږیرې شاهدي بسنه کوي.» عبدالمالک بن مروان وايي:« د چا چې ږیره غټه وي عقل يي کوسه دی؟» (صص 31-32)
لنډه دا چې په اسلام کې د ږیرې په اړه قاطع حکم نشته دی، او د انسان د ظاهر په اړه تصميم د هرچا شخصي کار دی،هيڅوک حق نلري چې د چا پر څيره تعرض وکړي او يا هغه ته ووايي چې ستا څيره او قواره باید داسې وي. شيخ شلتوت ويلي دي:« په حقيقت کې د جامو، څيرې، شکل او شخصي کړنو موضوع د عاداتو برخه ده، او د ږیرې خریل هم په دې رديف کې راځي، ښه به دا وي چې انسان خپله وګوري چې چې شااوخوا خلک يي څه خوښوي څو دی هم هغه مراعت کړي او ځان ته دې بله څيره نه غوره کوي. (محمود شلتوت، الفتاوی، ص 210)