کور / سياسي / د خوش تېپې کانال پيل د افغانستان د اقتصاد او پراختیا د نجات لاره ده خو بسنه نه کوي

د خوش تېپې کانال پيل د افغانستان د اقتصاد او پراختیا د نجات لاره ده خو بسنه نه کوي

د خوش تېپې کانال پيل د افغانستان د اقتصاد او پراختیا د نجات لاره ده خو بسنه نه کوي، موږ باید نور پسې مخته ولاړ شو او د نورو لویو پروژو تطبیق ته مټې را بډوهو.
مهمه نه ده چې پروژه د چا په وخت کې پلان او شروع سویده او یا شروع کیږي، څه چې مهم دي هغه دا دي چې د یو پر ځان بسیا او زرغون افغانستان لپاره کار اوسئ.
ملي پروژې باید وضعیت ته په کتو اولویت بندي شي، کار ور باندې پيل او د جوړولو چارې له ځنډ او خنډ سره مخ نشي تر څو پروژې په خپل وخت او ښه کیفیت تطبیق شي. د ملي پروژو تطبیق باید د ولس او وطن لپاره وشي، نه باید د داخلي کشمکشونو او سیاستونو له امله قرباني شي.
د دې تطبیق زموږ د ټولو ملي او ایماني وجیبه او د افغانستان د راتلونکو نسلونو د ښې راتلونکې لپاره په میراث پریښودل دي.

وخت په خورا تېزۍ سره روان دی موږ باید دې څو عمده ستونزو ته په کتو د لویو پروژو د تطبیق چارې ګړندۍ کړو، یو د “اقلیم بدلون او دوچکالیو د دورو ژر تکرار دی چې هېڅ سرحد نه لري او په ډیرشدت سره هر څه زیانمن کوي بل د نفوس تر حد زیات زیاتوالی دی چې د اوبو موجوده سرچینې تر خورا سخت فشار او غېزي لاندب نیولی دي، دریم د اوبو د بي ځایه استفادې په هکله د خلګو دشرعی او علمی پوهې او پوهاوی نه شتون، د اوبو مدیریت او د اوبو څخه د بی ځایه او غیري موثره استفاده، او ترڅنګ یې د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره د کافی بشري سرچینی او ظرفیتونو کمښت په افغانستان کې د اوبو دمدیریت لپاره پرتی ستونزې دي، نو اړینه ده چې په خورا ځیرکۍ او مسلکي توګه د پورته ستونزې په ښه ډول مدیریت او د لویو پروژو په تطبیق کې چټکتیا را منځته شي او پورته ستونزو او حالاتونو ته په کتو په ښه ډول تطبیق شي.

هېر دې نه وي چې د دې ډول پروژو تطبیق د ملتونو د نجات او د بېوزلۍ د له مینځه وړلو لپاره خورا ګټور ثابت کېدای شي او د ملتونو د روښانه ژوند او راتلونکی تضمین کوي.

په دې اړه مسؤلینو ته څو لنډې سپارښتنې:

۱- په تېر کې یوه لویه ستونزه چې موږ ور سره د اوبو مدیریت د لویو پروژو په تطبیق کې ور سره مخ و هغه د امنیت نه شتون، د مځکو په تصفیه او استملاک کې د خلکو نه همکارۍ او د دوئ نه رضایت و چې اکثره وخت د لویولو پروژې چارې به یې ټکنۍ کولئ.
د امنیت په ښه کېدو سره اړینه ده چې د تصفیه او استملاک چاري په جدي توګه په نظر کې ونیول شي او د ټولو ملي پروژو د تصفیه او استملاک لپاره یو ملي پلان جوړ او کارونه یې په شدت سره شروع او خلک دې ته وه هڅول شي چې د لویو پروژو په تطبیق کې له اداراتو او تخنیکي ټیمونو سره همکار واوسي ځکه دغه پروژو د دوئ او د دوئ د راتلوونکو نسلونو د روښانه راتلوونکي لپاره تطبیق کیږي.

۲- د اوبو مدیریت او برښنا پروژو د تطبیق لپاره باید په کافي اندازه بودیجه په پام کې ونیول شي. د اوبو مدیریت ټولې تر کار لاندې او په راتلوونکي پلان پروژو باندې عملا کار پيل شي. تر څنګ یې د بریښنا په دوه الی درې لوېو بندونو کار پيل شي. ځکه دا یواځنۍ لار ده چې د برښنا، د اوبو زیاتوالي او ځمکو خړوبولو په برخه کې زموږ ستونزې حل کولی شي.

۳- د خوش تېپې او دې ته ورته نورو پروژو لپاره د سروي، ډیزاین او تطبیق یو ډیر قوي او تخنیکې ټیم او ظرفیت ته جدی اړتیا ده او د دې کار لپاره مونږ په خپله تېره اداره کې او د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې د یو قوي سروي، ډیزاین او تطبیق یوه منظمه پروسه شروع کړی وه، هغه بیا ځلي پيل او د سروې، ډیزاین او تطبیق مرکز بیا ځلی فعال او کافی بودیجه ورته په نظر کې وه نیول شي تر څو د ملي پروژو د شروع د افتتاح تر څنګ د ښو پروژو د تکمیل د پرانیستي شاهدان و اوسو او په دې برخه کې د داخلي انجينیرانو د ظرفیتونوپه نظر کې نیولو سره بیروني متخصیصینو ته هم په ځینو برخو کې اشد ضرورت دی، تر څو داخلي انجنیران یي ترڅنګ کار وکړئ او د انجینرانو د ظرفیت جوړولو ترټوله موثره او ارزانه طریقه ده، ترڅو داخلي انجینران مو وروزل سئ او ترڅنګ یې راتلونکې کې د دی ملی پروژو د لاښه تطبیق لپاره کار وکړئ.

۴- د دي ټولو ملی پروژو د اولویت بندۍ، بودیجه او د ځمکو د تصفیې او استملاک د مشکلاتو او تصمیم نیونې لپاره دې د اوبو، ځمکو او چاپیریال ساتنې شورا یو ځل بیا په عالي سطحه فعاله شي تر څو ټولې پروژې، او د اوبو مدیریت مو شرایطو ته په کتو تر سره کړی وئ.

د یو پر ځان بسیا افغانستان په هیله🇦🇫🇦🇫🇦🇫
#زموږ_اوبه_زموږ_ابرو

خان محمد تکل