د اسیا په څلور لاره کې د طالبانو او نورو اسلامپاله ډلو یو ځاي کیدل چین او روسیه ګواښي !
درنو لوستونکو ، د لیکني لوستلو ته مو حوصله غواړم. د وروستیو سیاسي پیښو په اړه چې د چین او روسیه چارواکي څنګه ناڅاپه افغانستان ته راغلل په اړه مهم معلومات ستاسو لپاره چمتو دي.
د۲۰۱۹ کال د شروع څخه د سیمو د هېوادونو او په مجموع کې د نړیوالو سره دا اندیښنه موجوده وه چې د طالبانو د احتمالي واکمنیدو او راتک سره په منځنۍ اسیا کې د اسلامپالو ګواښونه او فعالیتونه په مکرر ډول د ډیریدو احتمال سته. په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو واکمنيدل دغه انديښنه نوره هم زياته کړل. خو د ګواښ دا سناریو په اصل کې د منځنۍ اسیا د ځینو استبدادي واکمنانو لپاره د واک مشروعیت هم ورکوي.
د طالبانو بریا په مرکزي او جنوبي اسیا کې د جیو پولیټیکلوضعیت په ژوره توګه بدل کړ، پداسي حال کې چي سیمه ییز قدرتونه چمتو نه وو. په ۱۹۹۰ لسیزه کې روسیه، ایران، هند او د منځنۍاسیا پنځه هېوادونه (قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان) په ګډه شمالي ټلواله درلوده – د تاجک، ازبک او هزاره (افغان شیعه) ډلو یو ایتلاف چې مشري یې احمدشاه مسعود کوله د خپلو ګټو لپاره د طالبانو پر ضد هڅوله د یادو هېوادونو لخوا ښه پوره حمایه کیدل. د یادوني وړ ده همغه وخت طالبانو په خپله برخه کې القاعده ته پناه ورکړېوه او ګاونډیو هیوادونو ته یې د اورپکو اسلامیزم د صادرولو ګواښکړی و او یو له هغو دوو هیوادونو څخه و چې د چیچنیا خپلواکي یې په رسمیت وپیژندل. له همدې امله مسکو د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې مخکې هم پر طالبانو د هوايي بریدونو ګواښ کړی و. کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا په افغانستان کې مداخله وکړه، روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو تقریباً بې بنسټه ملاتړ وکړ. په هرصورت،دا ملاتړ په ۲۰۱۰ کال کې کم سو ځکه چې روسیې او متحدینو یې د متحده ایالاتو بهرنۍ پالیسۍ رد کړه ځکه د دوئ په وینا چې په منځني ختیځ کې د رژیمونو د بدلون هڅې کوي او د روسیه د افغانستان د ثبات لپاره د واشنګټن په وړتیا شک لري.
همزمانه تر ټولو سمیزو بي باوریو سره سهر کله چې امریکا له ۲۰۱۰ کال وروسته له طالبانو سره خبرې پیل کړې روسیې د منځنۍ اسیاهېوادونو او نورو سیمه ییزو قدرتونو هم ورسره تماسونه ټینګ کړل. سیمیزو هېوادونو ته موضوع روښانه وه. روسیه هغه هېواد وو چي وار یېد مخه کړ ویل – که د پښتنو تر واک لاندي نظام کې طالبان د توکمیزو لږکیو د شاملیدو ضمانت ورکړي او په سیمه کې د اسلامپالو ملاتړ ونه کړي، د دوه اړخیزو ګټي او اړیکېممکني بریښي. چین هم ورته منطق تعقیب کړ که طالبان ژمنه وکړيچې په شينجيانګ او ایغور کې به مداخله نه کوي، چین به ورسره خبرېوکړي. روسیې او چین د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي دي. سره له دې چې د طالبانو له خوا د پورته شرایطو لپاره د لازمو ضمانتونو په وړاندې کولو کې لېوالتیا نه ښکاري خو دوه مهم محدودیتونه باید په پام کې ونیول سي:
دا فکتورونه کولی سي له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د اورپکو اسلاميزم د خپریدو سره مرسته وکړي چې چین او روسیه دواړو اندیښنه څرګنده کړیده او د یو په بل پسي یې د مارچ په میاشت کې افغانستان تهچټک راتګ او د طالب مشرانو سره لیدل وه. پداسي حال کې دا موضوع را ولاړیږي چې روسیه په اوکراين کې په جنګ اخته ده او چین یې حمایه کړیده خو د سیمي څخه داسي ګواښونه او احتمالات د افغانستان لپاره نهایت زیات منفي تاثیر د ځان سره لري. دغه ته ورته ګواښونو وړاندوینه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو ویناو کې تیر دوه کاله کړیده ( طالبان حاضر دي چې افغانستان د څلور لارو څخه په یوه لارې نه بدلوي ؟ طالبان حاضر دي چې افغانستان به په سوریه نه بدلوي؟ طالبان حاضر دي چې د افغانستان څخه به د تروریزم او افراطیت ګواښ نړۍ ته نه متوجي کوي ؟ بلاخره طالبان حاضر دي چې د افغانستان اوبه مفتي چا ته نه ورکوي؟ که خپلواک یاست راسي د افغانانو سره کښینئ او افغانستان د خلګو ارادې ته تسلیم سي). تر سقوط وروسته په دوامداره توګه د پورته احتمالي ګواښونو لپاره د افغانستان شاه و خوا ټولو هېوادونو څو ځله په پاکستان ، ترکیه ، روسیه او اوس په چین کې په یوه او بل نومغونډي کوي تر څو د هېوادنو نړیوال امنیت د پیښیدو ګواښونه مهار کړي.
شالید ( په منځنۍ اسیا کې افراطي اسلامپالنه او لویو قدرتونو ته ګواښونه) !
په منځنۍ اسیا کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې له سیاسي،اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ ده. د استبدادي واکمنانو لخوا پرمخ وړل کیدونکي دولتونه د پراخ فساد، نیپوتیزم، د پرمختللو اقتصادونو، په روسیه او چین باندې سیاسي او اقتصادي انحصار، د اشرافو ترمنځسیمه ایز او قبیلوي سیالي او د اوبو د سرچینو او سرحدونو د کنټرول په اړه د نړیوالو کړکیچونو سره مخ دي. په داسې حال کېچې ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان په عمومي توګه د خپلو طبیعيزیرمو په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو له امله د قرغزستان او تاجکستان په پرتله ښه کار کوي او نور د منځنۍ اسیا ټول رژیمونهژور بې ثباته دي. که څه هم یوازې تاجکستان د (۱۹۹۲–۱۹۹۷) بشپړېکورنۍ جګړې تجربه کړېده. نور ټولو هیوادونو د خپلواکۍ د اخیستلو راهیسې د سیاسي تاوتریخوالي پیښې تجربه کړې. په قزاقستان کېوروستي لاریونونه د دې یوه غوره بیلګه ده چې څنګه د سیمېترټولو باثباته هیواد کې هم شخړې رامینځته کیدی سي. خو روسیه چون په خپل بغل کې د هېوادونو سیاسي کشمکشونه نه غواړي ځکه نو عاجل اقدام وکړ او حالت یې مهار کړ.
په داسې حال کې چې د اسلام د شوروي اتحاد په دوره کې په شخصي ساحه کې محدود وو، خو د سیمې هېوادونو په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې بیا اسلامیزم د پرکټیس کولو تجربه وکړه. د جوماتونو شمېر ډېر سو،واسلامي زده کړو ته جلب وجذب ډیر سو، په همدا نامه د ځینو هېوادونو څخه بیسي راټولي سولي او د منځنۍ اسيا ډېرو خلکو په منظمه او ښکاره توګه په مذهبي مراسمو او دودونو کې ګډون پيل کړ. دا وخت نو داسلام دین روسیه ته نیژدي سیمو کې یو مهم ټولنیز ځای نیولی و ټولهغه څه چې غربي کارپوهانو یې احتمالي وړاندوینه کړې وه. په افغانستان کې د شهید سردار محمد داود خان د جمهوري انقلاب سره سره د ځینو مذهبي ډلو او فکرونو رامنځته کیدل او په ایران کې د اسلامي حکومت باندي موافقه نوره هم دا ویره ډیره کړل. دا د غرب لپاره تر ټولو ښه بهانه وه چې څنګه په یو بل نوم سیمي ته داخل او خپل نفوس زیات کړي. خو د مخه تر دې چې غربیان داخل سي د سیمې د اسلامپالو د نیولو پر ځای پخوانیو کمونیستي فکرو باندي نوې جامې اغوستې وې او یواسانه لیږد یې طرحه کړ تر څو د اسلامپالو مفکوره په سیمه کې کم رنګه کړي او د هغه څه په ترویج سره چې دوی یې “عنعنوي اسلام” بولي، یوداسې دین رامینځته کړي چې ګمان کیدئ چې د سیمه ایزو دودونو سره سمون ولري او د تصوف په ګډون متنوع اسلامي دودونه وزغمي او تر ټولو مهم سیکولر چارواکو ته وفادار وي. دوی څرګنده کړه چې حتیغیر وسله وال سلفي حرکتونه چې د اسلامي تجدید هڅوي او حتی یودیموکراتیک رژیم به ونه زغمي. تر نن ورځې پورې سیمه ایز واکمنان اسلامیت ته د یو ګواښ په سترګه ګوري او ویره لري چې کیدایشي دا د استبدادي واکمنۍ په وړاندې د نا رضایتۍ مرکز وي. ښه بیلګه یې خپله افغانستان تجربه کړیده چې د همدغو اسلامپالو ډلو څخه څو ځله جمهوري نظامونه د پردیو استخباراتو په مټ ړنګ سول چې اخیري ځل یې د ۲۰۲۱ کال بدمرغه کوه دتا وه چې د افغانستان شل کلن جمهوري نظام یې ړنګ کړ.
تاجکستان !
په ۱۹۹۰ لسیزه کې د اسلامپالو وسله والو او سیکولر چارواکو ترمنځنښتې وسوې. په تاجکستان کې د مثال په توګه د اسلامي احیا ګوندد ۱۹۹۲–۱۹۹۷ په کورنۍ جګړه کې برخه واخیسته او د واک په مبارزه کې د سیمه ایزو ایتلافونو څخه یې ملاتړ وکړ. د سولې په تړونکې یې قانوني حیثیت ترلاسه کړ او په منځنۍ اسیا کې یوازینیرسمي اسلامي ګوند سو. کله چې په ۲۰۱۵ کال کې د تاجکستان چارواکو د اسلامپالو پرضد پاڅون وکړ دغه ګوند د یوه ترهګریزسازمان په توګه منع سو.
ازبکستان او قزاقستان!
د ازبکستان په نمنګان کې د سعودي مبلغین او محلي سلفیانو د مخ په زیاتیدونکي نفوذ لاندې وسله وال اسلامي حرکتونه پراخ سوي. ځکهچې دوی مرکزي چارواکي ننګول خو د نمنګان د ځايي اسلامپالو په ۱۹۹۲ کې بیګانه ډلي وځپلي. د دوی مشران جمعبوی خوجایف (جمعه نمنګانی) او توحیر یولداشیف، تاجکستان او بیا افغانستان او پاکستان ته ولاړل او هلته له اسامه بن لادن سره یوځای سول. د تاجکستان د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته نمنګاني او یولداشیف په ۱۹۹۸ کال کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ (IMU) تاسیس کړ. په ازبکستان او قرغزستان کې د تروریستي فعالیتونووروسته چې د ۲۰۰۰ کال په پای کې افغانستان ته وشړل سول. په افغانستان کې یې د طالبانو تر څنګ د امریکا پر ضد جګړه وکړه، چېاکثره یې د خپلو سخت دریځو وزرونو لکه حقاني شبکې سره همغږي وه. د ازبکستان اسلامي غورځنګ په خپلو لومړیو کلونو کې درنه مرګ ژوبله درلوده خو په دې وتوانید چې خپل ځواک بیرته ترلاسه کړي او د افغانستان په شمالي ازبک سیمو کې نفوذ ترلاسه کړي. وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کې د داعش سره یو ځای سول، د ازبکستان اسلامي غورځنګ په لومړیو کې د طالبانو سره په نښتو کې د پام وړ تلفات ولیدل او د داعش پلوه او طالبانو پلوه ډلو وویشل سول. د اسلامپالو ډلو د اوسني ځواک اندازه کول ګران دي مګر د ازبکستان اسلامي غورځنګکمزوری دی او شاید په منځنۍ اسیا کې محدود نفوذ او ملاتړ ولري. سره له دې چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ جنګیالیو کولاي سي چې هلته بریدونه ترسره کړي او د ځايي خلګو ملاتړي ومومي.
حزب التحریر هم په سیمه کې په ځانګړې توګه په ازبکستان کېملاتړ لري. پداسې حال کې چې اسلامپالو وسله والو ته ورته سیاسياهداف لري خو د دوی ملاتړي هم کله نا کله په تاوتریخوالی کې برخه اخلي. په ټوله منځنۍ اسیا کې د حزب التحریر لپاره د ملاتړ اندازه کول ستونزمن دي مګر ډیری یې د پام وړ تعداد اټکل سوي – په زرګونوپیروان دي. ځایي چارواکي اکثرا دا ډله د لږو شواهدو سره د لاریونونواو تاوتریخوالي پړه اچوي. په ۲۰۰۵ کال کې ازبک چارواکو په اندیجونکې د سلګونو لاریون کونکو وژنه ومنله چې دوی د ازبکستان اسلامي غورځنګ په ملاتړ د حزب التحریر غړي تورن کړل.
د اسلامپالو ډلو یو د بل سره همکاري!
په منځنۍ اسیا کې د اسلامپاله ډلو ځواک د یو بل سره د همکاریوثبوتونه زیات دي په دې توګه ډیر مثالونه ورکولائ سو مثلا چې په سوریهاو عراق کې د داعش او القاعدې سره لوی شمیر خلکو یوځاي کیدل. یواټکل دا وو چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه هلته له قزاقستان څخه ۵۰۰، له قرغزستان څخه ۵۰۰، له ازبکستان څخه ۱۵۰۰، له تاجکستان څخه ۱۳۰۰او له ترکمنستان څخه ۴۰۰ جنګیالیو هلته سفر کړی دی. دا ټول د اروپایی اتحادیې څخه د خپور سوي راپور کې د جنګیالیو شمیر سره د پرتلې وړ دي. بلخوا بل تهدید د نیمګړو شمېرو له مخې د منځنۍاسیا سلګونه ښځې او ماشومان هم منځني ختیځ ته کډوال سوي دي. پداسې حال کې چې په سلګونو راستنیدونکي ممکن د داعیش خراسان په ګډون د طالبانو تر څنګ د نورو اسلامپالو سره خواخوږي ولري، د منځنۍ اسیا ډیری اسلامپاله کسان په منځني ختیځ کې وژل سوي دي. دې کار په سیمه کې د اسلامپالو جنګي وړتیا سخته کمزورې کړې ده. همدا خبره د روسیې لپاره هم سمه ده: له ۳۴۰۰ څخهزیات روسان سوریې او عراق ته د جګړې لپاره لاړل خو دغه د اسلامپالو ډلو اخراج په روسیه کې افراطي اسلامپالنه کمزورې کړل.
نوي لوبه (طالبان او داعش په افغانستان کې)!
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو راهیسې، په افغانستان کې بشري وضعیت د پام وړ خراب سویدی. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال لپاره د ۵ میلیارده ډالرو د بشري مرستو غوښتنه کړې ده. د طالبانو واکمني تر اوسه پورې د حکومت د بدلونونو، د اقلیتونو د سیاسي ښکیلتیا نشتوالی، د ښځو د حقونو او د هغو د تعلیم او کار په اړه شاته تګ او په پخوانیو امنیتي ځواکونو او توکمیزولږکیو باندې د بریدونو ځانګړتیا ده. دا په بشپړه توګه روښانه نه ده چې ایا طالبان به دا هیواد اداره کولی سي ؟ د سرحداتو کنټرولکړاي سي؟ خلکو ته خدمات وړاندې کولائ سي؟ اقتصاد بیرته حداقل عادي حالت ته راوستلائ سي چې په ټول هیواد کې د قحطۍ مخه ونیسي؟ د مخدره توکو په کښت او تجارت باندي پابندي راوستلائ سي؟ د پسرلي په راتګ سره به د امنیتي ګواښونو د زیاتیدو مخه ونیولاي سي؟ او د سیمي د هېوادونو تر منځ به د لویو قدرتونو انډول مراعت او وساتلائ سي؟ د غربي سازمانونو د بشري مرستو په اړه د طالبانو دریځ هم روښانهنه دی. که څه هم د افغانستان د ثبات په هڅه کې طالبان پراخ نړیوالملاتړ ته اړتیا لري. د دې په بدل کې د ډیپلوماټیک پیژندنې لپاره دوی به احتمال ولري چې د اقلیتونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي د تریاکو تولید مخه ونیسي او د نورو اسلامپالو اورپکو ډلو مخه ونیسي چې په بهر کې د بریدونو پلان لري. خو که د مشروعیت موضوع ځنډیږي طالبان بیرته خپل پخواني کارونو ته ګرځي چې د مذهبي او افراطي نظریاتو پر بنیاد ولاړ دي لکه د ښځو حقوق او تعلیم ، بشري ازادي ، د رسنیو ازادي …..
د طالبان د سقوط احتمال!
د طالبانو ټوټه کېدل او پر مختلفو لارو تللو ته برابر سویدي چې د طالبانو ټوټه کیدل او د داعش د خراسان خپرېدل د طالبانو حاکمیت او اداره دغو ننګونو سره مخامخ کېدل ډیر څه ستونزمنوي. که طالبان دا ډول تړون ته درناوی ونه کړي دوی به د امریکا او سیمه ییزو قدرتونو له مقاومت سره مخ سي چې بیا به پخپله د امنیتي ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي. د افغانستان ډیپلوماټیک انزوا او یا لاسوهنه د بیلګې په توګه په هرصورت د داعش پر وړاندې د امریکا د بې پیلوټهالوتکو بریدونه به د طالبانو واکمني نوره هم کمزورې کړي او بشري وضعیت به نور هم خراب کړي.
د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د داعیش خراسان ډله په پراخه کچه وده کړېده. دغې ډلې د ملکي وګړو طالبانو او امریکا پلوه ځواکونو په وړاندې په سلګونو (ځانمرګي) بریدونه کړي دي. دا بریدونه په ځانګړې توګه په شیعه مسلمانانو باندې د فرقه یي شخړو د را پارولو په موخه سوي وو. داعیش خراسان ډله د طالبانو پر وړاندې د افراطي اسلامپالو بدیل په توګه راپورته سوی دی. هغه د خراسان بین المللي لید ته وده ورکوي او غواړي نورو اسلامي سیمو ته پراختیا ورکړي. په دې کار کې هغه د پاکستاني او نړیوالو جنګیالیو په استخدام تکیهکوي په دې توګه د طالبانو افغان متمرکز طبیعت او د هغوی د افغان-پښتنو غړیتوب ننګوي. داعیش خراسان ډله له امریکا سره د خبرو اترو له امله طالبان هم غندلي دي. په هرصورت، د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځهغه په افغانستان کې د درنو تلفاتو سره مخ سو او خپل مرکزونه یې له لاسه ورکړل. له هغه وخته چې طالبانو واک ترلاسه کړ، داعیش خراسان ډله نور کمزوری سوی خو له منځه نه دی تللی. د ۲۰۲۱ کال په دوبي او مني کې دې ډلې په کابل کې مهم هدفونه په نښه کړل او د پاکستان د جنګیالیو په مرسته یوځل بیا پیاوړي کیدلی سي ځکه پاکستان د تروریزم او افراطیزم په ترویج او روزلو کې پوره تجربه لري. په داسېحال کې چې داعیش خراسان ډله ښايي په منځنۍ اسیا او روسیهکې پر اهدافو برید کولو ته لیواله وي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، زرګونه کسان له افغانستانه منځنۍ اسیا ته تښتېدلي، چې زیاتره یې تاجکستان ته تللي دي. امام علي رحمان، چې له کورنۍ جګړې راهیسې په دوشنبه کې واک لري، غوښتل چې د پان-تاجک پیوستون په کارولو سره د خپل رژیم په وړاندېد پراخ نارضایتي څخه پام واړوي، په داسې حال کې چې واقعا د اپوزیسیون ملاتړ ته پام نه کوي. د پان-تاجکانو له څرګندونو سره سره دغه هېواد له هغه وخت راهیسې ډېر کډوال شړلي دي. د منځنۍ اسيا نور هېوادونه او روسيه له طالبانو سره يو ځای کېدو ته لېواله ښکاري او حتی د کډوالو منلو ته لږ لېواله ښکاري. ازبکستان او ترکمنستان د ۲۰۲۱ کال په مني کې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره خپلې پولېبېرته پرانیستې. په هرصورت، دا بدلون کولی شي که طالبان په منځنۍ آسیا کې د اسلامپالو ملاتړ وکړي یا په افغانستان کې د امنیتي او بشري وضعیت په ثبات کې پاتې راسي. د پولو د خلاصیدو په صورت کې به منځنۍ اسیا ته د اسلامپالو جنګیالیو د ننوتلو خطر هم زیات سي. دا حقیقت دی چې روسیې او تاجکستان د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې د تاجکستان-افغان پولې په اوږدو کې خپلې شته پوځيهمکارۍ پیاوړې کړې خو روسره بیا هم د اندېښنه لري.
په پای کې د افغانستان د تریاکو د سوداګرۍ ستونزه چې د شمالي لارې په نامه یادیږي، چې د فرغانه دره له لارې روسیې ته رسیږي، د شوروي څخه وروسته د ټولو هیوادونو لپاره یوه ننګونه ده. تر اوسه لږ معلومه ده چې د طالبانو تر واک وروسته به نشه يي توکي او نورې جنايي شبکې څنګه تنظیمېږي، خو دا کار په سیمه کې بې ثباتي هم زیاتولی سي او د جنګیالیو د بریدونو لامل کېږي.
اټکل سوي ګواښونه!
د شوروي-افغان جګړې راهیسې، څارونکو له افغانستان څخه منځنۍاسیا ته د اسلامپالو ګواښ په اړه اټکل کړی دی. په هرصورت، د ۱۹۸۰لسیزې په وروستیو کې د پولې پورې غاړې د کمونیسټ ضد مجاهدینو د یو څو بریدونو او د کورنۍ جګړې په جریان کې د تاجک اسلامپالو په نیم زړه د ملاتړ پرته دا کار ندی ترسره سوی. نن ورځ د اسلامپالو وسله والو په اړه هم ورته بحثونه روان دي چې منځنۍ اسیا په نښه کوي او هلته د سیمه ییزو سلفیي مذهبو ډلو تر منځ ملاتړپیدا کوي. په هرصورت د پخوا په څیر دا ګواښ ډیر اټکل سوی او په عمده توګه د محلي استبدادي واکمنانو لخوا د اختلاف د ځپلو لپاره د یوې پلمې په توګه کارول کیږي.
څرنګه چې طالبانو تحریک اکثریت د پنډلې ملایانو، بیسواده او پیسه داره قاچاقبرانو، مذهبي او افراطي کسانو جوړ غورځنګ دی هیڅکله نه غواړي چې منځنۍ اسیا ته پراختیا ورکړي. ولي د دوحي د تړون وروسته طالبانو په دراماتیکه توګه ځانونه کنترول کړیدي خو د نړیوالو او سیمیزو هېوادونو لپاره اصلي ګواښ د داعیش خراسان ډله او ازبکستان اسلامي غورځنګ دی. په هرصورت په یادو دوو ډلو کې هیڅ یوې ډلې په منځنۍ آسیا کې په ۲۰۱۷–۲۰۱۸ کې د خپل ځواک په اوج کې هیڅبرید نه دی کړی. اوس مهال دوی کمزوري سوي او د طالبانو په وړاندېد بقا لپاره په مبارزه ته تړل سويدي او په لویه کچه د افغانستان د پولو په کنټرول کې دي. دا به وخت ونیسي مخکې لدې چې ایا د داعیش خراسان ډله یا وکولی سي سرچینې د شوروي وروسته ځای ته واړوي؟ایا د داعیش خراسان ډلېه به په منځنۍ اسیا هېوادونو بیا تمرکز وکړي؟ ایا سیمه د روسیې د امنیتي چتر لاندې ده ؟ او یا هم ایا ستراتیژیک ارزښت یې د سویلي او سویل ختیځ آسیا ته د پراختیا په پرتله محدود دی که نه ؟ . په داسې حال کې چې په منځنۍاسیا کې د افغان اسلامپالو اورپکو له خوا ګواښونه موجود دي د سیمې ثبات ته أصلي ګواښونه په خپلو داخلي ستونزو کې دي لکه څنګه چې په قزاقستان کې وروستیو ناکراریو وښودل.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې یې کابل ته په زور داخل سول او افغان ولسمشر داکتر محمد أشرف غني یې جلاوطنۍ ته اړ کړ او افغانستان اسلامي جمهوري نظام سقوط وکړ. د شلو کلونو څخه د طالبانو لپاره د واک غصب او تنده دومره ډیره سوي وو چې مخکې له دې چې د امریکا د وتلو بشپړ پلان چمتو کړي دوئ و کابل ته د ننوتلو سره سره مهم ادارات ته داخل سول او قبضه یې کړل. د اداراتو د تغیر ، د مامورینو تغیر او نوی کاري چاپیریال د مختلفو قوانینو سره سره ډیر څخه په ستراتیژیکه توکه تغیر کړل. ملاشاهي حاکمه ده ، هر لوړ او مسلکي بست د ملا او مولوي دی، پر ږیرو او لنګوټو خلګ د کار ځايه شړل کیږي. د ښځو حقوق او د انجونو مکاتب د نامعلوم علت پر بنسټ بند سول، یوازي په کندهار کې د مدرسو شمیر د تیر په تناسب څو چنده لوړ سو نور هېواد کې هم همدا کیسه روانه چې داسي مسایل ټولنه د تشدد لور ته بیايي او د طالبانو د انزوا او سقوط احتمالات قوي کوي. د نړیوالو لخوا طالبانو ته د مشروعیت ورکولو وروسته طالبان د دوحي تړون نور هم مشهور کړل. حتا د ډېروجنګ ځپلو افغانانو څخه لاره ورکه سول او بلاخره د طالبانو او دولتيچارواکو په اړه قضاوتونه سخت سول چې هیچا کومه پریکړه نسواي کولائځکه د طالبانو په اړه د نړیوالو لخوا تبلیغاتي اړخ دومره قوي وو چې تصور هم نسواي کیدائ. افغان ولس فکر کاوه چې طالبان تغیر سویدي خو په حقیقت کې افغان ولس تغیر سوئ وو چې یو افراطي ډلي د زغملو وړتیا یې درلودل او هغو ته پر ټولو بدبختو او ناخوالو ورکولو سره بیا هم طالب ته مینه ورکوي تر څو په افغانستان کې ټول پر یوه ټغر د امن په فضا کې راټول سو. خیر باد راوړي باد وړي.
وطنه سر چې سـلامت سـاتــو خو تــا سـاتو.
چې وخت یې راسي درنه جار بـه سو بيغمه اوسه.
مننه !
پښتون ځیرک
فرانسه ، ۲۰۲۲ کال د مارچ ۲۹