کور / سياسي / موږ له وطن سره ډیر دیر دیر جفاکوونکی خلک یاستو

موږ له وطن سره ډیر دیر دیر جفاکوونکی خلک یاستو

ښاغلی احسان الله آرینزی :

په ګران افغانستان کی د نجونو د زده کړو د عمدی بندیدو په اړه: زه یو فاضل ملګری لرم، ښاغلی وکیلی پوپلزی، د ارواښاد مورخ استاد عزیزالدین پوپلزی زوی، چی اوس مجبورا په سویدن کی اوسی. وکیلی ص نن سهار په واتساب یو لنډ پیام رالیږلی و، د دی پیام منځپانکه دومره ښکلی ده، چی دلته یی له تاسو سره شریکوم.
( د جاپان دولت د دی هیواد په دیره لیری شمالی سیمه کی، چی کامی شیراتاکی نومی، د اورګادی یو تمځای په دی نه دی بند کړی چی یوازی یوه جلی له هغه ځایه ښوونځی ته ځی. په پام کی و چی دا تمځای دری کاله مخکی بند شوی وای؛ خو کله چی د اورګاډی شرکت په دی پوه شو، چی یوازی یوه جلئ هر سهار او مازدیګر له دی ځایه ښوونځی ته ځی او راځی، خپله پریکړه بدله کړه او وی ویل چی دا تمځای به تر هغه فعال ساتی چی دا جلئ ښوونځی پای ته ورسوی.
او یو دلیل چی د جاپان دولت په خلکو ګران دی او دی هیواد حیرانوونکی پرمختګ کړی، همدا دی چی زده کړو ته ډیر ارزښت ورکوی او لکه چی تاسو ولوستل ،د یوی زده کوونکی جلئ د پاره دومره دروند لګښت ګالی.)
ما چی دا پوست ولوست او بیا می خپل ګران وطن ته وکتل؛ یقین می راغی چی موږ له وطن سره ډیر دیر دیر جفاکوونکی خلک یاستو!
#LetAfghanGirlsLearn