کور / سياسي / د ولس احساسات مه راپاروئ او په هيواد کې د بلې جګړی دپيليدو زمينه مه برابروئ

د ولس احساسات مه راپاروئ او په هيواد کې د بلې جګړی دپيليدو زمينه مه برابروئ

د طالبانو حکومت ته ګوت څنډنه!
د طالبانو حکومت د راتلو اووه مياشتې تيريږي خو تراوسه سرپرسته کابينه د حکومتداری چارې پرمخ وړي, نه د قانوني حکومت د جوړيډو د پاره کومه تګلاره شته او نه هم د اساسي قانون د جوړيدو نيت څرګنديږي.
داخلی مشروعيت خو اصلأ اړین نه بولي که چيرې د ولس لخوا د داخلی مشروعيت د لاس ته راوړلو د پاره د لوی جرګې او يا شورا موضوع مطرحه شي بيا د منفی تبليغاتو تورنه پرې لګوي.
ددې پر ځای چې پر ولس تکيه وکړي او ولس پر ځان راټول کړي, بهرنيو هيوادونو ته سوال او زارۍ کوي چې په رسميت یې وپيژني خو تر څنګ يي  نړيوالو قوانينو ته درناوی د اسلام ضد اعمال او د نړيوالو دسيسې بولي.
له يوې خوا واياست د اسلامی نظام د راوستلو د پاره مو شل کاله قربانی ورکړي خو بيا په خپلو عمالو دهمدې نظام د ړنګيدو لارې جوړي.
په خبرو او اعمالو کې یې ستر واټن ليدل کيږی خلک  بهر ته دتيښتې منع کوئ خو بيا د هر ډول فردی او ټولنيزو  آزادیو  مخنيوی کوئ او ولس کې ترس او حراس زیاتوئ.
د نظام نوم مو اسلامی امارت ایښی دی خو په خپله اسلامی فرضيات تر پښو لاندې کوئ، د ښځو د زده کړو مخه نيسئ، د ځوانانو د سرونو په خريلو او جامو شکولو او يا په خوله کې د بوټونو په ورکولو انسانی کرامت توهينوئ.

دسرتاسری سولې د ټينګښت دعوا لرئ خو هير کړي مو دي چې جګړه ستاسو سره وه اوس چې تاسې په قدرت کې ياست نو بيا جګړه د څه لپاره او د چا سره وي!؟
د افغانستان ډیر شمېر مظلوم خلک شل کاله بهرنيانو د غربي دموکراسی په نوم وځپل سول او اوس ستاسو د اسلامي بنيادګرۍ قرباني ورکوي.
پرون د افغانو پيغلو پر مخ د تعليم د دروازو تړل ستاسو اود ولس تر منځ واټن څو برابره ډير کړو, په حقيقت کې دا د نظام ددښمنانو دسيسه وه چې د نظام د ړنګيدو دپاره دليلونه لټوي, او نظام ته د مشروعيت وربښولو چانس کموي.
ددغو زده کونکو اوښکې ددوي د کمزوری نښه نه وه بلکې دهغو بنيادګرو په حال د افسوس کولو اوښکې وي چې زمونږ په نرواکه ټولنه کې خپل غيرت او قوت پر ميرمنو د بنديزونو په وضع کولو ښايي خو بيا غربيانو ته د سوال لاس اوږدوي.
دا چې نن ولس په کورونو کې ناست دي او سړکنو ته  داعتراض په موخه نه راووځي دا د دوي د ډار نښه مه بولئ, دوي ددې لپاره چپ دي چې نه غواړی د هيواد دښمنانو ته موقع په لاس ورشي او دنظام په وړاندې په جوړ شویو سنګرونو کې د جنګ اور بل شي.
نظامونه به ځي او راځي خو تعليم يافته نسل ددې هيواد د راتلونکې سرمايه ده ددې سرمايي د منځه وړلو حق هيځ کوم نظام نه لرئ.
د يوې افغانې دردمنې ميرمنې په حيث زما وړانديز  طالب چارواکو ته دا دی چې ژر تر ژر د مکتبونو دروازې د نجونو په مخ خلاصې کړئ نور ددې ولس احساسات مه راپاروئ او په هيواد کې د بلې جګړی دپيليدو زمينه مه برابروئ.

سايره نورزۍ

د مارچ 25-2022