پینځه زره کلن تاریخ؛ ویاړ که سپکاوی؟
عبدالغفور لېوال
په روستیو څو کلونو کې ګورو، چې د افغانستان پینځه زره کلن تاریخ خولو ته لوېدلی، څوک پرې ویاړي او څوک یې په سپکه یادوي، طنز یې ترې جوړ کړی یا یې له درده پېغوري.
پینځه زره کلن تاریخ څه مانا؟
په لویه قاعده کې، هېڅ ټبر زوړ او هېڅ ټبر نوی نه دی. انسانان که د حضرت آدم (ع) اولاد ګڼئ یا یې له افریقا څخه د لرغوني را پنځېدلي “هومو ساپینس” انسان زوزات، ټول سره همزولي دي. روسته روسته ټبر ټبر و خېل خېل سره خواره شوي او له شکل و رنګ و فرهنګه رانیولې تر تفکر و باور پورې ګڼې رنګارنګۍ یې ورخپلې کړې دي.
په افغانستان کې، د غزني له ناوور دښتې څخه، د انسان په لاسونو جوړ موندل شوي اوزار ښيي، چې تر پینځلس زره کاله پخوا دلته انسانان هستوګن ول او اوزار یې جوړول.
نو ولې پینځه زره کاله؟
دا شمېر غالباً تر آمو سینده د راپورې وتلیو اریايي خېلونو په لاس د جوړو شویو لومړنیو حکومتونو تاریخ دی، چې په باختر(بلخ) یا کومه بله سیمه کې یې د لومړني اریایي مدنیت تومنه رامنځ ته کړې او بیا کرار کرار مخ په سیستان، ختیځ ته د هیندوستان شمال او لویدیځ ته فارس و د مدیترانې تر څنډو پورې غځېدلی دی.
دویمه قاعده:
که تمدن د ویاړ یا پېغورلو وړګڼو، نو دا دې نه هېروو، چې بشري تمدن د ټول بشریت ګډ میراث دی. هر ټبر، هر ملت، هرې سیمې، هرې ژبې او ان هر وګړي ورته یو څه ورکړي دي. د اساطیرو لرغونتیا شریکه ده، هیندي دیائوس Dyaus په یونان کې زئوس شو او په روم کې ژوپېتېر. د حضرت نوح (ع) د توپان کیسه د سومری ګېل ګمېش له افسانې سره نښلي او د پښتنو افسانو زبزبانه ښاپېرۍ د چين پر افسانوي ښامار سپره ګرځي.
د فیلوسوفیک تفکر هم همدا حال دی، هرچا یو څه ورکړي دي. له ویدي سرودونو او اوپانیشادونو رانیولې تر زردشت و زند و یوناني و بیا اسلامي دورې پورې حکمت په ټوله نړۍ ګرځېدلی.
وحدانیت له هیندي اتمان و برهمنه رانیولې بیا تر منځني ختیځ و مصر پورې د ډېرو لرغونیو ملتونو باور و او د ګڼو خدایګوټیو سرو بر هم په هرځای کې راڅرګند دی.
عرفان، يې هم همداسې درواخله، له بودا یې راپیل کړه، خبره تر اسلامي دوران او د پښتنو تر روښاني مکتب پورې رارسیږي.
هنر، ادبیات، ساینسي علوم او تکنولوژي هم له دې قاعدې استثناء نه دي.
هېڅ ژبه نوې یا زړه نه ده، بلکې ژبې د خپلې ځانګړې قانونمندۍ له مخې زیږي، ځوانیږي، نورې ژبې زیږوي او مري.
دا قاعدې موږ ته څه راښيي؟
پینځه زره کلن تاریخ یا بل هرداسې کلیشه شوی مفهوم، نه د بېځایه ویاړلو وړ ده او نه هم ښايي په طنز و مسخرو او پېغورونو بدل شي.
نو څه ریښتیني دي؟
تمدن.
د پورته ټولو انساني هستونو او پنځونو نښتېځلې پایله تمدن دی. تمدن لکه په اتموسفیر کې اکسیجن، چې ټول انسانان او ژوي یې تنفس کوي، یا په طبیعت کې د خوړو موندلو او ژوند کولو تومنه، چې ټول ورڅخه په ګټنې ژوو.
درېیمه قاعده:
بشري تمدن د ټول بشریت ګډه شتمني ده. د تمدن موخه، غایه او وجودي منطق دا دی، چې انسان څنګه ښه ژوند ولري؟
هرچا چې د خپلې ټولنې د وګړیو لپاره د انساني ژوند د لا ښو شرایطو د چمتو کولو لپاره له دغې ګډې شتمنۍ ډېره ګټه پورته کړله، هماغه ملت، ټبر، ټولنه یا وګړی د ویاړلو حق لري.
هرې ټولنې، چې وګړیو یې خوندي بشري حقونه، ښه خواړه، کورکهول، خوښ ژوند، ښکلی فرهنګي او سمسور ایکولوژیک چاپېریال درلوده، هماغه ټولنه پر خپل تاریخ و لاسته راوړنو ویاړېدلای شي. اوس نو دا تاریخ که سل زره کلن وي، یا سل کلن، هېڅ اهمیت نه لري.
پر خپل پینځه یا پنځوس زره کلن تاریخ مه بېځایه ویاړئ، مه یې ښکنځئ او مه یې یو بل ته پېغورئ، بلکې په دې فکر وکړئ، چې له بشري تمدن څخه مو د خپلې ټولنې د هوساېینې لپاره څه اخیستي؟ څه ورکړي؟
راځئ، د ویاړ و پېغور معیارونه وپېژنو!