د کابل د نننۍ بمی حملې شپږم بهرنی پوځی کاناډایی و
د کاناډا ( سی بی سی ) شبکه خبر ورکوی چی د کابل د نننۍ بمی حملې له امله چی کوم شپږ بهرني پوځیان ووژل سول ( چی پنځه یې امریکایان وو ) شپږم یې کاناډایی پوځی دﺉ . دغی پیښی د کاناډایانو تلفات ۱۴۵ ته ورسول .
په دې سخته حمله کی چی وروسته معلومه سوه ۱۲ ملکی افغانان هم له منځه تللي او ۴۷ نور ژوبل سوي دي . دغی حملې ۲۰ موټرونه ویجاړ کړل چی پنځه یې امریکایی پوځی ګاډی دي .
دا په تیرو څو میاشتو کی په کابل کی شدید ترینه حمله ده چی د امنیت په ساتلو کی د امریکایانو او کابل بی وسي ثابتوی .