په ميدان وردګو كي 31 پروژې بشپړي سوي

56 | مې 18th, 2010


د ميدان وردكو ولايت د بهسودو د مركز په ولسوالۍ كي د ملي پيوستون د پروګرام لخوا د بيارغوني يودېرش پروژې بشپړي او نن ګټي اخيستني ته وسپارل شوې.

ددې ولايت د كليو د بيارغونې او پراختيا رئيس جان محمد حكمتجوآزادۍ راډيو ته وويل چي، په دغو پروژو كي، د څښلو د اوبو څاګان،د ښوونځيو ودانۍ، فرعي سړكونه، پلونه او پلچكونه شامل دي.

ده وويل چي د ملي پيوستون د پروګرام لخوا په دې پروژو څه باندي درويشت مليونه افغانۍ لګول شوي او څه د پاسه دوه زره كورنۍ ورڅخه ګټه اخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024