ورځپاڼو ته کتنه

34 | مې 22nd, 2010


خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې د افغان دولت د سولې د هڅو او په طالبانو باندې د هغې د اغيزو په اړه په يو مطلب كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو دې هڅو په طالبانو كې درزونه راويستلي دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغان دولت د سولې د روانو هڅو په خلاف بيا د ډاكټر عبدالله هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، كه څه هم نوموړې په واشنګټن كې له امريكايي چارواكو سره د خبرو لپاره سرګردانه ګرځي، تراوسه پورې ورته چا كوم ځواب ندې وركړې.
په ورځپاڼه كې د ولسي جرګې او حكومت ترمنځ وروستۍ ناندرۍ هم څيړل شوي او پدې ترڅ كې پدې جرګې انتقاد شوې، چې هيڅ كله يى د ولس واك ندې تمثيل كړې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا خپله سرمقاله د سولې ملي مشورتي جرګې ته ځانګړې كړې، چې اوس ورته يوازې اووه ورځې پاتې او دا وړانديز يى كړې، چې د مطلوبه نتايجو د ترلاسه كولو لپاره دا اونۍ بايد د سولې د اونۍ په نامه ونومولې شي.
ورځپاڼې ليكلي، چې پدې اونۍ كې بايد د هيواد ټولې رسنۍ، ملا امامان او نور فعالان د سولې لپاره كمپاين وكړي او د جرګې له جوړيدو مخكې د سولې لپاره پراخ هر اړخيز خوځښت رامنځ ته كړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك له افغان ولسمشر سره د لتويا د صدراعظم ليدنې ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې ده د منځنۍ اسيا له لارې له افغانستان سره د خپل هيواد د نښلولو وړانديز وكړ.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې د روان جنګ په يو څيړنيز مطلب كې ليكلي، چې د افغانستان جنګ د راتلونكې لسيزې لپاره د ناټو د ماموريت د دوام كونجۍ ده.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ناټو هڅه كوي، چې ځان امريكا ته نور ورنږدې كړي، ځكه امريكا د ناټو لپاره زيات نړيوال رول قايل دې.
په ورځپاڼه كې په مالديف كې د دولت د وسلوالو مخالفينو په ناستې هم بحث شوې او پدې ترڅ كې د ځينو اړخونو غبرګونونو ته په اشارې ليكل شوي، چې دا غونډه په افغانستان كې د سولې لپاره يو پرمختګ دې او د هغې ملاتړ بايد وشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ د شخړې د هواري لپاره د دولت په اقداماتو بحث شوې او ليكل شوي، چې كه حق حقدار ته وسپارلې شي ستونزه پخپله هواريږي.

باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په ايران كې د افغانانو د اعدام مسئله راخستې او ليكلي، چې پدې اړه په هيواد كې دننه د شويو اعتراضونو سره سره لا هم په ايران كې د افغانانو اعدامول دوام لري.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ايران خو د خپلو اهدافو د ترلاسه كولو لپاره ممكن پدې برخه كې د افغانانو په اعتراض كوم غوږ و نه ګروي خو اوس د ورځپاڼې په وينا افغانان كتل غواړي، چې خپل حكومت يى پدې اړه څه كوي؟
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د مالديف په غونډې بحث كړې او ليكلي، چې ددې غونډې ګډونوال د يو سوله ايز سياست د خپلولو لپاره راټول شوي وو.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د مالديف غونډې ته په اشارې، چې پكې په افغانستان كې د سولې په امكاناتو خبرې وشوې ليكلي، چې اوس د ثبات په سر د موافقې اړتيا ده.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د پوهنې د بهير په پياوړې كولو ټينګار كړې او ليكلي، كه افغانان په پوهنه سمبال شي نو د نورو له احتياجه وځي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې په شتو ستونزو بحث كړې او د هغې اساسي علت يى د ميشتو قومونو ترمنځ بې اتفاقي بللې او ليكلي، تر هغو، چې افغانان ټول يو مټي نشي دا ستونزې نشي هواريدلې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هلمند د مارجې ولسوالۍ په روانې وضعې بحث كړې او ليكلي، چې دا ولسوالۍ يو ځلې بيا د طالبانو د بيرته ستنيدو له ګواښ سره مخ ده.

Copyright Larawbar 2007-2024