م م: په افغانستان كي تر 1000 ډېر كوچنيان مړه يا ټپيان دي

56 | مې 22nd, 2010


ملګري ملتونه وايي تېر ميلادي کال په افغانستان کي، د جګړو په نتيجه کي تر ١٠٠٠ زيات كوچنيان وژل شوي او يا هم ټپيان دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په کلني راپور کي راغلي، له دې جملې ١٣١ماشومان په بمباريو او د نړيوالو ځواکونو په بريدونو کي وژل شوي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وويل، د افغانستان پوليس او د صوماليا د موقت حکومت پوليس چې د ملګرو ملتونو له خوا يې ملاتړ کېږي، د ماشومانو په وړاندې د شديد تاوتريخوالي په ترسره کولو تورن شوي.

د افغانستان ملي پوليس، په منځنۍ اسيا کي د سولي او عدالت د کنوانسيون مخالفين، دغه راز په صوماليا کي حزب اسلامي ډله سږ کال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په کلني راپور کې اضافه شوي.

ويل شوي په دغو هېوادونو کي له ماشومانو څخه د عسکرو او بشري سپر په توګه استفاده کېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024