د هلمند چارواكي:وسلوالو د بهرنيو ځواكونو څرخي الوتكه ويشتلې.

56 | مې 22nd, 2010


د هلمند ولايت چارواكي وايي چي وسلوالو كسانو د بهرنيو ځواكونو يوه څرخي الوتكه ويشتلې او دوه تنه يې په كي ژوبل كړي دي.

د هلمند د والي وياند داود احمدي ازادي راډيو ته ويلي چي دغه الوتكه پرون ناوخته په ډزو ويشتل سوې او بېړنۍ ناسته يې كړې ده.

نوموړي وويل الوتكي د خپل هدف په ځاى كي ناسته كړې او نور هيڅ زيان نه لري.

خو د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمد رسنيو ته ادعا كړې چي الوتكه يې په بشپړه توګه ويجاړه كړې او په الوتكه كي سپاره 36 تنه يې وژلي دي.

سيميزو چارواكو دا ادعا رد كړې

Copyright Larawbar 2007-2024