جرمني دفاع وزير:د ځواكونو په بېړه ايستل افغانستان بربادوي

56 | مې 22nd, 2010


د جرمني د دفاع وزير وايي له افغانستان څخه د جرمني ځواكونو په بېړه ايستل به د افغانستان د بربادۍ سبب سي.

د دفاع وزير كارل تيودور نن په يوه خپره سوې مركه كي ويلي كه افغانستان سقوط وكړي نو پاكستان چي اټومي وسله لري هم له بربادۍ سره مخ كيږي.

نوموړي ويلي چي زه په هيڅ ډول نه غواړم چي اټومي وسله دي د ترهګرو لاسته ورسي.

اوس مهال جرمني په افغانستان كي 4500 پوځيان لري او جرمنيان په اكثريت په افغانستان كي د خپل پوځي حضور ملاتړ كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024