زابل: پوليسو ۱۷۰ ک ګ. چاوديدونکي توکي پيدا کړي دي

د لراوبر اداره | مې 25th, 2010


په زابل ولايت کې امنيتي ځواکونو يو سلو اويا کيلوګرامه چاوديدنکي توکي کشف کړي 


د زابل ولايت دولتي چارواکو ددوشنبې په ورځ ناوخته رسنيو ته وويل چې له قلات ښار څخه شاجوي ولسوالۍ ته د غزيدلې لارې په اوږدو کې، يوسلو اويا کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي مخکې له چاودنې کشف کړل .


د زابل د والي و ياند “محمد جان رسولياررسنيو ته وويل: دغه چاوديدونکي توکي د قلات ښار څخه شاجوي ولسوالۍ ته د غزيدلې لارې په اوږدو کې تر يوه پله لاندې د دولت مخالفو وسله والو له لوري ځای پرځای شوي وو چې دايساف ځواکونو په مرسته پوليسو کشف کړل.


دنوموړي   پر وينا: د پيښې په تور تردې دمه څوک نه دي نيول شوي .

Copyright Larawbar 2007-2024