هند: د پاکستان سره د اړيکو ښه کېدو هڅي رواني دي

د لراوبر اداره | مې 25th, 2010


دهند لومړي وزير من موهن سنګ ويلي دوئ له پاکستان سره په لوړه کچه ديپلوماتيکې هڅې په لاره اچولي څو ددواړو هېوادونو تر منځ په اړيکو کې پراختيا رامنځ ته شي.


دهند لومړي وزيرمن هن سنګ له پاکستان سره داړيکو دپراختيا دغه بيانيه دوه اونۍ وروسته له هغې خپريږي چې ددواړوهېوادونومشرانو ژمنه کړې وه چې دوئ به دسولې خبرو اترو لړۍ له سره پيلوي په همدې حال  کې دهند لومړى وزير هيله مندي ښودلې چې دډيلي او اسلام اباد تر منځ به دلوړې کچې دغه ديپلوماتيکې خبرې اترې بريالۍ اودښو پايلو لرونکې وي دهند او پاکستان مشرانو دسولې دخبرو اترو دله سره پيلولو دغه ژمنه په بوتان کې د جوړې شوې سيمه يزې غونډې پر مهال يو بل سره دليدنې په ترڅ کې کړې وه


دهند اوپاکستان ترمنځ دکړ کيچ تر ټولو ستره موضوع  دکشمير لانجه منه سيمه ده چې دواړه اړخونه يې دخپلولو هڅه کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024