سويلي کوريا له شمالي کوريا سره سوداګريزي اړيکي بندي کړې

د لراوبر اداره | مې 25th, 2010


دسويلي کوريا چارواکو ورسته له هغې چې نړيوالو څيړونکو ددغې هېوادديوې جنګې بيړۍ دډوبيدو لامل دشمالي کوريا دسمندري ځواکونوله خوا پر هغه دتوغونديو بريد اعلان کړ له شمالي کوريا سره خپلې سوداګريزې اړيکې بندې کړي او له هغوئ څخه يې غوښتي څو له سويلي کوريا څخه په دې اړه بخښنه وغواړي.

دسويلي کوريا جمهور رئيس ويلي دهغوى پر وړاندې چې ددغه هېواد پر پوځي بيړۍ بريد ترسره کړ او په پايله کې يې شپږ څلويښت تنه ووژل بايد جدي چلند وشي.

نوموړي همداراز زياته کړه چې له دې وروسته به دسويلي کوريا په اوبو کې دشمالي کوريا پر بيړۍ بنديز ولګوي او دهغوئ له خوا دنورو راتلونکو احتمالي بريدونو پر وړاندې چمتووالى ونيسي.

Copyright Larawbar 2007-2024