په كوټه كي څلور پوليسان ووژل شول

حبيب تاثير - کوټه | مې 28th, 2010


د پوليسو د سيمه ييز مشر په ګډون څلورپاكستاني پوليس ووژل شول.
دا پېښه نن سهار دكوټي په سټلايټ ټاون سيمه كي په داسي حال كي رامنځ ته شوه چي د پوليسو يو موټر د ګمزې په حال كي وو او ناڅرګندو كسانو ډزي ورباندي وكړې، چي په نتيجه كي يې يو پوليس افسر او درې نور عسكر ووژل شول، پاكستاني چارواكو هم دا خبره منلې ده او د سرياب روډ پوليسو دتاڼې مشرشفقت وايي چي: خالد او د ده درې محافظين وژل شوي دي دى وايي چي له دې پېښې سره د تړاو په تور يې تراوسه پوري څوك نه دي نيولي خوپلټني رواني دي

Copyright Larawbar 2007-2024