مختارخان يوسفزی: حکومت پښتانه دخپل کلي نه بې کلي کړيدي

د لراوبر اداره | مې 29th, 2010


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر مختار خان يوسفزي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي دوتر نه په جاري شوي يو بيان کښې ويلي دي چې دعطاآباد جيهل حکومت په وخت غم نه کولو په وجه نن په سلګونو پښتانه د اخپل کوره بې کوره دي. او نشي کولى چې په خپل کور کښې ژوند وکي.او د خپل کلي نه يې بې کلي کړل.هاغه دا زياته کړله چې حکومت په دې کښې سخت غفلت کړى دى.او د دې جيهل يې بندوبست نه دې کړى. د نوموړي په وينا پکار دا وه چې حکومت د دې جيهل د پاره پاخه اقدامات کړى وى.او دا جيهل يې د ماتولو نه بچ کړى وى.د ګوند صوبايي صدر دا زياته کړله چې اوس پکار ده چې حکومت د دې بې کوره شوي اولس د اوسيدو د پاره د تسلۍ وړ بندوبست وکړي او د دوي د بيا ابادولو د پاره د مخکې نه تياريانې شروع کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024