کور / نثر / د یوې خبرې ځواب

د یوې خبرې ځواب

ګرانه سوله له داسې یوه بختور جوهر څخه عبارت دی چې د یوې ټولنې ټولو هستوګنو وګړو ته له خپلو ایماني او وجداني واجباتو سره یو ځای لویه بریا، ژوند، مینه، ورورګلوي، دوستي، پرمختګ او هر اړخیزه ښکلا په برخه کوي. دا چې زموږ ځوانان د خپلو هڅو، زده کړو او لوبو په وسیله په نړیوالو سیالیو کې د اتلولۍ مډالونه خپلوي، تاریخي ویاړونه په لاس راوړي او هیچا ته یې هیڅ ډول ضرر نه وي ور رسولي بلکي د ویاړونو د ګټلو افتخار ورته منسوب وي آیا دا کوم بد کار دی چې و ستایل شي؟
ګرانه تا چې خپل ځان ته په دې قناعت ورکړی چې لا هم مرګونه وي، لا هم په دې سپیره هیواد کې د مظلوم افغان وینه و بهیږي، لا هم زموږ هیواد ړنګ، ویجاړ، په وینو، تورتمونو او ناپوهیو کې ډوب وي دا ستا خپل کار دی چې د کوم دلیل په بنسټ یې ځان ته روا بولې؟
خو یوه خبره درته کوم هغه دا چې کوم ژوند چې په سوله کې دی او څومره چې زموږ خلک نن ورځ سولې ته تږي او لیواله دي نو په هماغه اندازه یې له جګړې، وژنو او دربدریو څخه نفرت راځي و لو چې په هر نامه وي.
زه خپل اتلان پیژنم او زما په وړاندې تر ټولو غوره او لویه اتله په ټول هیواد کې سراسري سوله ده.
نو راځی چې ټول افغانان په یوه خوله په افغانستان کې د سولې، آبادۍ، ورورګلوۍ، ملي ټیکاو او د خپل ژوند د بنسټونو د رغولو لپاره کار وکړو او هر افغان چې د مثبت ژوند په هر ډګر کې یوه ویاړمنه لاسته راوړنه لري نو لږ تر لږه په څو الفاظو خو یې وستایو. په دې کې هیڅ تاوان نشته.
راځی چې ټول خپل لایزال خدای (ج) ته د عجز منګولې اوچتې کړو چې نور نو زموږ د خلکو له برخلیک څخه د هر ډول ویرې، مرګونو، جګړو او وژنو سیوره لرې او موږ ته د بریالي او سوله ایز ژوند کولو چل را وښیي.
که چیرې د ادب په چوکاټ کې بحث کیدلی نو ما به هرو مرو د تبصرو کړکۍ پرانیستې پرې ایښې وه خو هی افسوس چې جګړو او غمیزو زموږ له یو شمیر تبصره کوونکو څخه دغه کلتور هم اخیستی بلکي لوی کمال یې ښکنځلې دي چې په هیڅ توګه د توجیه وړ نه دي. لوی خدای (ج) دې موږ ټولو ته د نیکې لارې لارښوونه وکړي.
آمین