کندهار: اورلګېدنې يو تن مړ او ١٤ ټپيان کړل

34 | جون 3rd, 2010


په کندهارولايت کې په يوې اور لګيدنې يوتن وژلى اوڅوارلس نورټپيان کړي دي.
دکندهارولايت چارواکې وايي دغه پېښه وړمه شپه ماښام په کندهار ښارکې دتيلوپه يوه شرکت کې رامنځ ته شوې .
په همدې حال کې د تيلو د دغه شرکت مسؤلين وايي دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دتيلوپه ټانکر کې ځاى پرځاى شوې ماين چاودنه وکړه . هغوى زياتوي په دغه چاودنه کې شپږ نورټانکرونه هم وسوزيدل .
ويل کيږي دغه اورلګيدنې دشپې تريوې بجې پورې دوام درلوده .

Copyright Larawbar 2007-2024