قرغزستان:سل زره وګړې کډوالۍ ته اړشوه

65 | جون 15th, 2010


په قرغزستان کې دسل زرو په شاوخواکې ميشت وګړې د دوو قومي ډلوترمنځ دنښتو له امله خپلو کورونو پريښودو ته اړشوي دي بلخوا داسيايي هيوادونوڅخه چين اوپاکستان خپلو وګړو ته امرکړئ ترڅو دقرغزستان له ناامنوسيموڅخه ووځي .
ددووقومونوترمنځ دغه پيښه دتيروشلوکلونوپه درشل کې په اسيايي ټاپوکې ترټولولويه قومي شخړه بلل شوي ده او په ترڅ کې ډيرى مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښِتې ده .
دغه قومي تاوتريخوالى دقرغزستان په سويلي ښاراش په خاصه توګه دجلاابادپه ښارګوټې کې دازبکو اوقرغزي قومونوترمنځ له تيرو څو ورځو راپه ديخوا دوام لري اوله امله يې ديوسلواته ديرشو په شاوخواکې وګړې له منځه تللي دي اوپه لسګونو ودانۍ هم ويجاړي شوي دي .
بلخوا دنوموړې هيواد واکمن دولت چې څه موده وړاندې دلاريونونو په درشل کې رامنځ ته شوه ددغه ناامنيوپه اړه دپخواني ګوښه شوي ولسمشرقربان بيک بايوف پلويان ګرم بولي خوبيک بايوف چې اوس مهال يې دهيواد څخه بهر پناه اخيستي دغه تورنه نه مني .

Copyright Larawbar 2007-2024