عراق:دپارلمان 335 غړيو کارپيل کړ

65 | جون 15th, 2010


په عراق کې وروسته له دريومياشتو سياسي کړکيچونو دنوموړې هيواد پارلمان پرانستل شو.
رپوټونه وايي دقران له تلاوت اودملي سرود داوريدو وروسته دپارلمان درې سوه پنځه ديرش غړيو په رسمي توګه لوړه ترسره کړه .
درپوټونوله مخې په پارلمان کې دشمالي سيموڅخه دميشتوکوردي وګړو وکيلانو په کوردي ژبه لوړه وکړه .
په دغه هيوادکې دمجلس دريئس دټاکنې په اړه سياسي ننګونې ددې لامل شوي دي څوفواد معصوم دپارلمان دمؤقت ريئس په توګه ونومول شي .
تمه کيږي دپارلمان د ديمي ريئس په توګه بله ناسته راوبلل شي اودپارلمان غړي به دريئس دټاکلو په موخه رايي اچونه وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې په نوموړې هيواد کې ناامنۍ مخ په ډيريدو دي اوتيره ورځ په مرکزي بانک باندې وسلوالوکسانوبريد ترسره کړ چې په پايله کې لسګونوکسانوته مرګ ژوبله واوښته .

Copyright Larawbar 2007-2024