مکسيکو:اته ويشت وژل شوي اولسګونه ټپيان دي
65
په مکسيکوکې دنشه يې توکودقاچاق وړونکو د دوو ډلودنښتوله امله اته ويشت تنه وژل شوي اوپه لسګونو نورټپيآن شوي دي .
چارواکو ويلي دغه پيښه دنوموړې هيواد په شمال لويديځ سينالوا ايالات کې په يوبندکې رامنځ ته شوي اوډيرى کسان د ډزو په وسيله وژل شوي دي .
پوليسو ويلي په ټپيانوکې دپوليسو دوه مشران هم شامل دي اخوا دنوموړې هيواد په ميجوا کان ايالات کې دپوليسو په يوکاروان باندې دوسلوالوکسانو د ډزو له امله لس پوليس وژل شوي دي .
تردې دمه ديادې پيښې پړه چاپرغاړه نه ده منلي خودولتي چارواکې د ډيري دغه شان پيښوله امله دنشه يې توکوقاچاق وړونکې ګرم بولي .
رپوټونه وايي له کله نه چې دنوموړې هيواد جمهوري ريئس واک ته رسيدلى د دوويشت زرو په شاوخواکې وګړې په بيلابيلونښتوکې له منځه تللي دي .