په پكتيكا كښي دوه ماين ښخوونكي وژل سوي

د لراوبر اداره | جون 15th, 2010


ائتلافي ځواكونه وايي چي په پكتيكا كښي دوه ماين ښخوونكي هغه وخت ووژل سوه چي كله يې ماين ښخاوه چي هغه پر وچاوديد او نوموړي كسان يې مړه كړه او همدا ډول دوي ادعا كوي چي دوه ماينونه يې د منځه وړي نوموړي همدا ډول زياتوي چي په پكتيا كښي د ماين د سړك د غاړي د يوه ښخ سوي ماين په چاودنه كښي د دوى دوه پوځيان ټپيان سوي.

خو ذبيح الله مجاهد چي ځان د طالبانو وياند بولي د خپلو نپرو د وژل كېدو خبر ردوي او وايي چي په پكتيكا ، پكتيا او كندوز كښي يې په بهرنيانو چاودني كړي چي تر شل زيات بهرنيان يې پكښي وژلي .

Copyright Larawbar 2007-2024