فټبال: پاراګواى او هسپانيه هم منځ لوبو ته ووتل
د نړۍ وال کپ د سياليو د دوهم پړاو وروستۍ دوې لوبي پرون د پاراګواى او جاپان، هسپانيې او پرتګال هيوادونو ترمنځ وسوې، چي پاراګواى جاپان ته او هسپانيې پرتګال ته ماته ورکړه.
د جاپان او پاراګواى لوبه صفر پر صفر پاى ته ورسېده، چي په ٣٠ دقيقي اضافي وخت کي بيا هم کومه ډله د ګول پر کولو ونه توانېده، وروسته پاينلټۍ وويل سوې چي جاپان درې او پاراګواى پنځه ګولونه ووهل.
په دې سره د آسيا د لويي وچي يوازنۍ لوبډله جاپان هم د ورلډ کپ له پاته مسابقو څخه بې برخي سوه، تر جاپان دمخه شمالي او جنوبي کورياوي هم له دې لوبو وتلي وې.
دوهمه لوبه چي د افغانستان پر وخت د شپې پر ١١ بجې پيل سوه، د سږکال د ورلډ کپ له خورا په زړه پوري لوبو څخه وه.
د لوبي په جريان کي هسپانيې او پرتګال دواړو يو پر بل خورا خطرناکي حملې وکړې، خو په لومړۍ نيمايي کي لوبه مساوي پايته ورسېده.
د دوهمي برخه په پيل کي په ٦٣ – مه دقيقه هسپانيه وتوانېده چي يو ډېر په زړه پوري ګول ووهي، خو پرتګال تر پايه ونه توانېدئ چي د هسپانيې ګول ادا کړي.
ټاکل سوې ده چي د جولاى پر دوهمه به منځ لوبي يا کوراټر فاينل پيل سي.
د جولاى پر دوهمه هالنډ له برازيل سره، ګانا له يوراګواى سره، پر دريم جولاى جرمني له ارجنټاين سره او پاراګواى له هسپانيې سره لوبي وکړي.
له منځ لوبو څخه به څلور لوبډلي نيمه پاى لوبو يا سيمي فاينل ته لاره پيدا کړي.