بنګلديش کې 10پوليس20 ولسي وګړې ټپيان شوي

65 | جولای 1st, 2010


په بنګلديش کې دلاريوون کوونکو اوپوليسو ترمنځ په نښتوکې دلس تنو پوليسوپه ګډون ديرش تنه ټپيان شوي دي.
دغه لاريون دنساجي اوټوکرانوجوړونې دکارخانو دکارکوونکولخوا دمعاشونو دلوړيدوپه موخه پرلاره اچول شوى وه خو هغه وخت په تاوتريخوالې بدل شوه کله چې لاريون کوونکو په پوليسو ډبرې وورولې اوپوليسو له اوښکې بيونکې ګاز څخه کار واخيسته .
په روانه اونۍ په ياده سيمه کې دا دوهم ځل دى چې ورته پيښه رامنځ ته کيږي .
ديادونې وړده په دغه هيواد کې دکاليوجوړونکې يوه فابريکه خپل يوکارکوونکې ته په يوه مياشت کې يوزرو شپږ سوه شپيته روپي ورکوي خو دمګړۍ کارکوونکې دپنځه زره روپيو غوښتونکې دي .

Copyright Larawbar 2007-2024