دسوريې ولسمشر برازيل مرکزته ورسيد

65 | جولای 2nd, 2010


دسوريې ولسمشربشرالاسد لاتيني او مرکزي امريکاته دخپل سفر په ترڅ کې دبرازيل مرکزته ورسيده چې دنوموړې هيواد دلوړپوړچارواکولخوا ورته دپوځي مراسموپه ترڅ کې تود هرکلى وويل شو.
دبرازيل او سوريې هيوادونو مشرانو دخپلو ليدنو کتنو په لړکې د دواړو لورو ترمنځ داړيکو دپياوړتياسربيره په منځني ختيځ کې د دايمي سولې دټينګښت په اړه خبرې اترې وکړې .
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې اسدلاتيني امريکاته دخپل اوږمهاله سفرپه لړکې وينزويلا اوکيوباته تللى وه اوددغه هيوادونو دلوړپوړو مشرانوسره يې خبرې کړې وي .

Copyright Larawbar 2007-2024