طالبان : ۶۰ امریکایانو ته مرګ ژوبله واوښته

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 2nd, 2010


طالبان په خپل تازه خبر کی وایی چی د دوی یو ملګری ( چی احمد نومېدﺉ ) نن خپل مازدا موټر د ۲۰۰۰ کیلو منفلقه موادو څخه ډک کړ او هغه یې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د چارباغ په سیمه کی په امریکایی بېس کی وواهه چی په نتیجه کی یې شپیته امریکایی پوځیان مړه او زخمیان کړل . په دې سخته حمله کی ۱۲ داخلی عسکر هم وژل سوي دي . چاودنه ډیره درنه وه او ګڼ شمیر اکمالاتی وسایط او تجهیزات یې هم له منځه وړي دي . امریکایی پوځ او کابل تر اوسه څه نه دي ویلی .

Copyright Larawbar 2007-2024