کرکيټ : د افغانستان لوبه سبا ته وځنډېدله
تر څو ساعته انتظار وروسته د هوا د خرابوالي له امله لوبه سبا ته وځنډول سوه ، ايا دا زموږ په ګټه ده چي که په زيان ، په جواب کي د ملي لوبډلي روزونکی حاجي کبير خان وايي چي زموږ لپاره په خير ده چي سبا له سره لوبه وکړو ، ځکه که موږ له سره لوبه کوو موږ ته په شپږو توپونو کي څلور نيمي منډي پکار دي ، او که نن لوبه بيا پيل سوې وای نو موږ به په شپږو توپو کي اووه منډي جوړولای ، سبا ته زموږ لوبغاړي په ۱۱ بجې بيټنګ شروع کوي او په پنځوسو آوورو کي به هدف ځان رسوو .
کبيرخان وايي زما په خيال چي که موږ دوباره بيټنګ کولای زموږ په زيان به وای ، ځکه د آيرلنډ بالينګ ددې موسم سره اموخته دی ، خو لپاره هوا سړه سوه ، ځکه به ستونزمنه وای .
آيرلنډ افغانستان ته ۲۳۸ منډي هدف وټاکه ، د افغانستان لخوا د لوبي پيل کيدو سره سم اسمان وريځو ونياوه او باران پيل سو ، لوبه تر اوسه ځنډېدلې ده ، د ملي ډلي منيجر ناظم جار دا ډيره لويه ستونزه نه بولي او وايي چي که باران دوامداره پاته سي نو دوی به سبا همداغه هدف پوره کړي .

حميد حسن له لراوبر سره په خبرو کي اندېښمن ښکاري ، هغه وايي که باران نه وای سوی نو لوبه د افغانستان په ګټه روانه وه ، لوبغاړي ، روزونکی او نور همکاران يي اوس هم نه پوهيږي چي لوبه به نن بيرته پيل سي که به سبا ته پاته سي .
د لوبي د ميدان څخه تازه انځورونه :