زندان کې دغاليو اوبدلو څانګه جوړه شوه

65 | جولای 4th, 2010


دننګرهار ولايت په عمومي زندان کې دبنديانولپاره دغالۍ اوبدلو څانګه پرانستل شوه چې په دې سره به دوه سوه بنديان دغالۍ اوبدلو په چارو بوخت شي
دننګرهار دعمومي زندان دصنعتي برخې مسول محمدنادر صديقي په وينا دغالۍ اوبدلو دغه څانګه ديوخصوصي شرکت په مرسته پرانستل شوې چې اوسمهال ورته ددغه شرکت لخوا شپږدستګاوې په واک کې ورکول شوي دي
ددغې څانګې دپرانستې پرمهال ددې ولايت يوشمير لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړى وه .

Copyright Larawbar 2007-2024