نابللى مېلمه د پښتنو شاعرانو په جرگه كي

د لراوبر اداره | جولای 4th, 2010


دشاعرانو څخه د ګلبدين حکمتیار ګیله


که څپانده مست سیندونه  لاره خنډ کړي 
 ګمان  مکړه په هیڅ ځاې کې ګودرنه شته
(حکمتیار)

دشاعرانو څخه د حزب اسلامی دامیر  ښاغلی حکمتیار  دا  ګیله  دهغه په کتاب  «د شعر و عرفان در محک  قرآن » کې  د هغه د نورو  پښتو او دري  خوږو  اشعارو سره یو ځاې  خپره شوې  ده .


ناڅاپي د پښتنو شاعرانو يوې جرگې ته ورغلم، په دې هيله چي دلته به كوم اقبال وگورم، اقبال ته ورته كوم پښتون شاعر، هغه نه چي ژبه ئې د پښتون وي خو شعر ئې د ناپښتون، هري خوا ته مي سترگې وغړولې، د ډېرو شعرونه مي واورېدل، ما گومان كاوو چي د پښتون شاعر به يوازي ژبه د پښتون نه وي، زړه به ئې هم د پښتون وي، احساسات به ئې هم د پښتون وي، خو داسي نه وه، ما نه د دوى په شپېلۍ كي د پښتون د ژوندي زړه غږ واورېدو او نه د دوى د شعر په هېنداري كي د پښتون لوړ همت، لوى زړه، جگه شمله، درنه حياء، د آزاد او سرلوړي ژوند حماسه، اوچت اخلاق، د پت او عزت درناوى، د مظلوم ملگرتيا او د ظالم مخالفت، ما هلته د توري ستاينه، د آزادۍ جنگ ته بلنه، له بې وزلي نه دفاع، د تېري كوونكي په ضد توري ته لاس كول، د گاونډي درناوى او د هغه پت او عزت خپل پت او عزت گڼل، د هغه لور خپله لور او خور گڼل، وانه ورېدل، زما هيله دا وه چي واورم: له خداى نه پرته بل ته سر نه ټيټوم، د بل لويي نه منم، د خپل هېواد آزادي غواړم، خپلواكي غواړم، زما نيكونو د بل واكمني نه ده منلې، د خپل سر پرې كېدل ئې منلى خو دښمن ته ئې سر نه دى ټيټ كړى، زه به د پښتون زوى نه وم كه ما د بل غلامۍ ته سر ټيټ كړ. زما هيله دا وه چي دلته به د تورو زلفو په ځاى د تېرې توري ستاينه وي، د گودر په ځاى به د سنگر ستاينه، دلته به د يار د سرو سترگو په ځاى د هغو مجاهدينو سره پرهارونه او تغمې تغمې بدنونه يادېږي چي په سنگرونو كي په شهادت رسېدلي او د بگرام او گوانتانامو په زندانونو كي تر بې رحمانه تعذيبونو لاندي دي، خو حيف حيف چي ما دلته داسي شاعران وليدل چي شعر ئې يوازي د ډمانو لپاره خوندور او گټور دى، زما په خيال كي هم دا خبره نه گرځېده چي يو پښتون شاعر او هغه هم په داسي وخت كي چي د ده هېواد اشغال شوى، پردي ورباندي حكومت كوي، هره ورځ په لسهاوو افغانان په خپلو وينو كي رغړوي، كورونو ته ننوځي، د افغاني پېغلو په عفت او عزت تېرى كېږي، د هېواد په گوټ گوټ كي د پرديو بيرغونه رپېږي، په دې حالت كي به هغه د ميني او عشق خبري كوي، د خپل گاونډي د لور او خور سور شال، تور خال، زلفي، شونډي او د كميس د لمني نوم به په خوله اخلي، د هغه چا په څېر به برېښي چي د گودر په لار كي، د كوم مات دېوال او وني شا ته پټ ولاړ دى، د غله په څېر گودر ته د راتلونكو پېغلو ننداره كوي!!
ما په دې جرگې كي ليدل چي يوه به په ډېر شور ځوږ سره خپل شعر وايو او د هر  بند له ويلو وروسته به ئې يوې خوا بلي خوا ته وكتل، له څك غوږونو سره، په دې انتظار چي له كومي گوښې د واه واه غږ واوري، له لاندي به كه ټول نه وو نو د ده خاصو ملگرو خو به په چك چكو او بيا وايه، بيا وايه په چيغو بدرگه كاوو، د هر يوه وار تېرېدو، له ځان سره به مي ويل: اميد دى دا بل همغه څوك وي چي زه ئې د ليدو او د شعر اورېدو لپاره دې جرگې ته راغلى يم، خو جرگه پاى ته ورسېده او زما هيله ترسره نشوه. ما دلته نه اقبال وموندو او نه د اقبال په كوڅه تېر شوى كوم لاروى، اقبال خو پرېږده، ما دلته د بلخي، جامي، سعدي، غالب او ډېرو نورو د لوى ښار د يوې كوڅې يو مسافر اوسېدونكى هم ونه موندو.
په دې جرگې كي مي داسي خبريالان ترسترگو شول چي په ميكرافون ئې بي بي سي، امريكا غږ، راډيو آزادي ليكل شوي وو، دوى په تالار كي داسي گرځېدل لكه چي كوربه وي او دا شاعران ئې مېلمانه، شاعران د دوى د خوښي او شعرونه ئې د دوى د سليقې، له هر يوه نه ئې غوښتي وو چي ټوپك، ټوپكيان او ټوپك سالاران به غندې، سندرې، خندا، گډا او نڅا به ستايې، مجاهد به محكوموې او رخشانه، قمرگله او مېرمن پروين به ستايې، د ملگرو په لاس د هېواد د بيا ودانۍ (استعمار)، د نورو تر سلطې لاندي آزادي، د پرديو د مټو او وسلو په زور راغلې ديموكراسي، د انگرېزانو د فوځونو په مرسته راغلى امنيت، دا به د سترو سترو لاس ته راوړنو په نامه يادوې، د بهرنيو فوځونو شتون به ضروري، د افغانانو په گټه او د ديموكراسۍ او امنيت د ودي لپاره حتمي گڼې او په دې به له دوى نه مننه كوې!! پوه شوم چي له دې جرگې نه زما انتظار بې ځايه وو، ناهيله او زړه ماتې وتل مي برخليك، دوى خو د افغانانو لپاره اوس دا خوښوي چي ټوپك په ځمكه كېږدي او رباب په لاس كي واخلي، گډا او نڅا زده كړي، د سنگر په ځاى كابارو ته مخه كړي، اوس خو ټوپك له ده سره نه ښايي، هو؛ ټوپك له غلامانو سره نه ښايي، ټوپك خو بايد د هغه چا په لاس كي وي چي آزاد او خپلواك وي، د خپل هېواد د ساتلو توان او اهليت ولري، بل ته سر نه ټيټوي، خپل امنيت په بل نه ساتي، د كوم هېواد د جمهور رئيس شخصي امنيت هم چي پردي ورته ساتي هغوى وسلې ته څه ضرورت لري، د دې ولس شاعر به خود د ساقي او ساغر، د شرابو جام، سپين مخ او تور خال ستايي، د ده ئې له توري، ميړاني، آزادۍ او خپلواكۍ سره څه غرض او څه كار؟!
د جرگې په پاى كي مي دا الفاظ په ژبه جاري شول او ناهيلى ووتم:
قلم دي مات ژبه دي پرې شه بې همته د گودر شاعره!
ستا پر هېواد دښمن واكمن دى، ستا د كور مخې ته انگرېز پيره كوي، خو ته  لگيا د گاونډي د لور سرې شونډي، تور خالونه ستايې!!

Copyright Larawbar 2007-2024