هرات چارواكي: د ملي پيوستون شورا 5 غړي تښتول سوي

56 | جولای 8th, 2010


د هرات ولايت سيمه ايز چارواكي وايي، چي په شينډنډ ولسوالۍ كې د ملي پيوستون د شورا ۵ تنه غړي تښتول سوي دي.

د شينډنډ ولسوال لعل محمد عبدالرحيمزى آزادۍ راډيوته ويلي، چي دغه كسان د ادرسكن ولسوالۍ پر لاره د وسلوالو طالبانو لخوا تښتول سوي دي.

همدارنګه د هرات ولايت د ملي امنيت اداره وايي چي 135 كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي او وسلې يې نيولي دي.

ددغه ادارې په اعلاميه كي راغلي، چي له دغو چاودېدونكو توكو څخه د ولسي جرګې د راتلوونكو انتخاباتو د بهير د ګډوډولو لپاره كار اخستل كېدى.

Copyright Larawbar 2007-2024