امریکایی جنرال : زموږ تلفات به نور هم ډیر سی

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 9th, 2010


په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو دوهم نمبر قوماندان جنرال ډیوید روډ ریګز وویل چی د جون میاشت په افغانستان کی زموږ لپاره تر ټولو مرګونې میاشت وه چی د هغې په ترڅ طالبانو ۱۰۳ بهرني پوځیان وژلي چی ۶۱ یې امریکایان دي . جنرال د دې تلفاتو علت دا وباله چی موږ ګواکی د طالبانو اصلی اډو او مرکزونو ته ورځو نو ځکه باید تلفات هم ډیر ورکړو . ده وویل چی جنګ اوس د عروج په حال کی دی نو ځکه ګواکی تلفات هم ورسره ډیریږی .
خو ماهرین وایی چی که په تیرو درو کالو کی د طالبانو د حملو مسلسل ډیرښت وګورو ، نو د دغه جنرال عُذر معقول نه ښکاری .

Copyright Larawbar 2007-2024