په سنګین کی دوه برتانوي پوځیان ووژل سول
د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی پرون د جلا جلا پیښو په ترڅ کی طالبانو د هلمند په سنګین ولسوالي کی دوه برتانوي پوځیان ووژل چی یو یې د شاهی کوماندو فعال سرتیری و . په دې سره د برتانویانو تلفات ۳۱۴ ته ورسېدل .
انګریزان غواړی چی سنګین د روان کال په پای کی امریکایی ځواکونو ته وسپاری او خپل یو زر پوځیان ورڅخه راوباسی ځکه سنګین د ۱۰۱ برتانوي پوځیانو ککرۍ خوړلي دي .