کور / سپورټي / د بارسلونان تکړه لوبغاړي جرمني ناهيلى کړ

د بارسلونان تکړه لوبغاړي جرمني ناهيلى کړ

د بارسلونا د تكړه لوبغاړې كارليز پويول الوتل د جرمني هيله په ناهيلۍ بدله كړه.
د هسپانيه ملي لوبډلې د نړيوال جام د سياليو په لړ كښي د كارلوز پويول له خوا يو د صفر د المان په وړاندي ګول تر سره كړ او د لومړې ځل لپاره يي ددغه هيواد نوم فاينل لوبو ته پريكنده كړ.
د هسپانيه ملي لوبډلي په ۲۰۰۸ ميلادي كال كښي له جرمني لوبډلي څخه د يورو فاينل جام بايللي وو خو تيره شپه يي په برياليتوب سره فاينل لوبو ته له هالنډ لوبډلي سره د لوبو كولو حق ترلاسه كړ
د هالند لوبډلي په سيمي فاينل يا نيمه پايلوبو كښي د يوروګواي ماي لوبډله له مخي ليري كړي وه او پايلوبو ته يي لارموندلي وه
د يكشنبه په ورځ به هالند له هسپانيه سره د سويلي افريقا په تر ټولو د غټ ترين لوبغالي چي د جهانيزبورګ په ښار كښي موقيعت لري لوبه وكړې
تر دامهاله برازيل ، ايټاليا ، جرمنۍ ، ارجنټاين ، فرانسه ، انګلستان ، او يوروګواي هيوادونه توانيدلي چي د فوټبال نړيوال جام له ځان سره يو سي