ناټو ومنل چی شپږ ملکی انسانان یې وژلي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 9th, 2010


اسوشیټیډ پریس د ناټو په حواله خبر ورکوی چی ناټو نن رسمأ ومنل چی د پکتیا ولایت د جانی خیلو په ولسوالۍ کی یې په غلطۍ سره شپږ ملکی افغانان وژلي او یو شمیر نور یې ژوبل کړي دي . مخکی هغوی دا خبره نه منله بلکی ویلی یې وو چی هغوی طالبان وو . وروسته یې وویل چی موږ ۸ ملکی خلک ژوبل کړي او د ناټو نږدې روغتون ته مو د علاج لپاره انتقال کړي وو ، خو وروسته هلته مړه سول . مګر نن یې دا دی اعتراف وکړ چی د دغو وژل سوو انسانانو جسدونه مخکی له دې چی موږ هلته ورسو ، خلکو وړي وو .
دا لومړی ځل نه دی چی ناټو دغسی غیرحقیقی او متضاد بیان کوی . دوې ورځی مخکی یې شپږ افغان پوځیان هم په غزنی کی وژلي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024